1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: طالبانو د سولې خبرو اترو ته لیوالتیا ښولي

۱۳۹۰ مرداد ۱۴, جمعه

امریکایۍ ورځپاڼي نیویارک ټایمز رپوټ ورکړی چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په باب د طالبانو زاړه دریځ کی په بشپړه توګه بدلون راغلی. خو د طالبانو یو ویاند دا رپوټ بی اساسه بولی

https://p.dw.com/p/12BbT
د طالبانو یوه ډله په کندهار کی دولت ته تسلیم شوه
د طالبانو یوه ډله په کندهار کی دولت ته تسلیم شوهانځور: DW

ورځپاڼه کاږي چې طالبانو په دې ورستیو اونیو کې له افغان دولت سره خبرو اترو ته لیوالتیا ښولي ده.

د طالبانو ویندویانو تل د خپلي ډلي ټپلي په حواله ویلي چې له افغان دولت سره د هغوي د خبرو اترو لومړی شرط له ملک څخه د بهرنیو سرتیرو وتل دي.

خو دا ځل نیویارک ټایمز د هغوي له رسمي ویب سایټ څخه په حواله کاږي چې دغه ډله نه یوازي دا چې خبرو ته لیواله ده بلکې له افغانستان څخه د خارجي عسکرو په وتلو هم ټینګار نه کوي.

تر دې دمخه طالبانو په وار وار له افغان حکومت اونړیوالي ټولني سره د سولې په خبرو کې د نه ګډون اعلام کړی وو.

که چیرته د نیویارک ټایمز ورځپاڼي دغه راپور په بشپړه توګه سم وي نو دا ښیې چې طالبان اوس له جګړې ستومانه سوي دي.

د سولې لپاره د افغان حکومت یوې جوړي سوي جرګې هم چې مشري یی برهان الدین رباني کوي د سیاسي ډیالوګ لپاره د طالبانو له چمتو والي پرده پورته کړي ده .

په کابل کې د طالبانو یوه پخواني چارواکې او د دغې شورا اوسني غړي مولوي ارسلا رحمانی هم د نیویارک ټایمز ورځپآڼي دغه راپور تر ډیره بریده سم وباله.

رحماني وویل: «اوس یو څه نرمي د افغانستان حکومت هم ښکاره کړي، غربي ټولني هم ښکاره کړي، طالبانو هم نرمي ښکاره کړي، هغوي فقط دا هم وایې چې که خارجیان وزي نو د دوي اسلامي امارت به ورسره همکاري وکړي اوس دغه مسأله د شرط په توګه نه ذکروی».

له بل لوري د طالبانو د ډلي په استازي توب د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د هغوي ویاند بولي وایې د نیویارک ټایمز ورځپاڼي راپور له لازم صحت څخه ندی برخمن .

مجاهد ویلي هغه مقاله چې د دوي په ویب پاڼه کې خپره سوي او نیویارک ټایمز یې په حواله راپور خپور کړی د یوه عادي وګړي لیکنه ده نه د طالبانو د ډلي دریځ.

د نوموړي پر وینا له جګړې څخه لاس اخیستنه او د افغانستان د اساسي قانون منل چې د سولې په اړه د خبرو په برخه کې د دولت شرطونه دي د دغې ډلي د تسلیمۍ پر مانا ده او «طالبان هیڅ کله هم د دغسي شرطونو منلو ته چمتو نه دي.»

ها خوا بیا د سولې عالي شورا وایې دوي په دې لټه کې دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه مناسبه سیمه پیدا کړي.

د سولې د عالی شورا غړی مولوي ارسلا رحماني:« زما نظر به دا وي چې په ایران، پاکستان او افغانستان کې دي خبری تر سره نه شي، که امارات وي، که قطر وي که سعودي وي که ترکیه وي که ترکمنستان وي بل ملک دي وي، په دې اړه بحثونه روان دي.»

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼي پر داسي مهال د سولې مذاکرو ته د طالبانو له لیوالتیا پرده پورته کوي چې د سولي د عالي شورا یو شمیر غړو په دې ورستیو کې سعودي عربستان او ترکمنستان ته سفرونه کړي دي.

ترکمنستان هغه سیمه ده چې ویل کیږي د طالبانو لپاره ناستي ته مناسب دی.

خو د سولي عالي شورا او افغان حکومت دواړه تر اوسه په دې باب چې ایا طالبان به په ترکمنستان کې د سولي خبرو ته حاضر سي که څنګه له ډیر څه ویلو ډډه وي.

کابل/میرویس جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم