1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني لومړی افغان وو چې الکترونيکي تذکره یې ترلاسه کړه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

تر کلونو ځنډ وروسته، ولسمشر غنی لومړی افغان شو چې الکترونيکي تذکره یې ترلاسه کړه. ولسمشر غني ته نوې تذکره د یو لړ مراسمو پر مهال چې پر تلویزیون هم په ژوندۍ بڼه خپریدله ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/2x4e4
Afghanistan Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په نوې الکترونيکي تذکره کې د تابعیت، مذهب او د قوم نوم ذکر شوی دي، کوم چې د تذکرو د ویش پر وړاندې یو له عمده خنډونو څخه وه.

د الکترونيکي تذکرو د ویش پر مهال ولسمشر غني وویل چې په دې توګه به د جعلي تذکرو د ویش مخه ونیوله شي، ځکه چې د هغه په وینا کاغذي تذکرې په آسانۍ سره جعلي هم جوړیدلی شي.

په عین حال کې ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د الکترونيکي تذکرو ویش په دې معنی نه دی چې کاغذي تذکرې به بندې کړل شي. په داسې حال کې چې ولسمشر خلک په ټاکنو کې ونډې اخیستو ته هڅوي، وویل چې د ټاکنو د نوم لیکنې له پاره به د کاغذي تذکرو ویش او نوم لیکنه هم ادامه ولري.

پر ولسمشر غني سربیره د هیواد لومړۍ میرمنې رولا غني، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د افغانستان د ولسي جرګې مشر روف ابراهيمي او ډيرو نورو دولتي چارواکو الکترونيکي تذکرې ترلاسه کړې.

ترې دې وړاندې چارواکو هیله څرګنده کړې وه چې د دغو تذکرو په ویش سره به د ټاکنو په لړۍ کې د فساد مخه ونیول شي، خو د الکترونيکي تذکرو ویش پر وخت پیل نه شو. له همدې امله حکومت او د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو د کاغذي تذکرو پر مټ د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ.

د تیرکال په دسمبر میاشت کې د افغانستان د ثبت او احوال د مرکزي ادارې ویاندې روبینا شهاب د آلمان خبري آژانس ته ویلي ول چې دوی د الکترونيکي تذکرو له پاره شاوخوا ۵۰۰ زره درخواستونه ترلاسه کړي دي.