1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر ګاوک د «لا ډیرې اروپا» غوښتنه وکړه

مسعود جهش (چوک پینفولد)۱۳۹۱ اسفند ۴, جمعه

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، په خپله تلویزیوني وینا کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو تر منځ د لا ډیرې همکاري غوښتنه وکړه. هغه همداراز پر بریتانیا غږ وکړ چې په دغې ټولنې کې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/17kCs
انځور: picture-alliance/dpa

ګاوک دغه وینا د جمعې په ورځ په برلین کې د ۲۰۰ تنو بلل شویو میلمنو پر وړاندې وکړه. هغه په خپله وینا کې په خاصه توګه د «لا ډیرې اروپا» غوښتونکې شو. خو ګاوک په عین حال کې د عامو اروپایانو ځینو اندیښنو ته هم اشاره وکړه. د آلمان ولسمشر په دې برخه کې په ځانګړې توګه د یورو د پورونو د کړکیچ یادونه وکړه.

د آلمان ولسمشر دا خبره ومنله چې «د اروپايي ټولنې ناانډولتوب د یوې خلا له کبله رامنځ ته شوې دی چې یوازې د مخنیوونکو تدابیرو په مرسته ډکیدای شي.» هغه د مخنیوونکو تدابیرو په برخه کې د اروپا د ثبات د میکانیزم European Stability Mechanism او د سپما د صندوق بیلګې ورکړې.

ښاغلي ګاوک وویل چې په وروستیو څو کلونو کې ډیر هغه څه چې د اروپايي ټولنې ۵۰۰ میلیونه اوسیدونکو لیدلي او یا هم اوریدلي دي د یورو د کړکیچ په اړه ول. خو د کاوګ په خبره د اروپايي کړکیچ پر اقتصادي ستونزو سربیره نور اړخونه هم لري. ګاوک زیاته کړه: «دا پر اروپا باندې د یوې سیاسي پروژې په توګه د اعتماد کړکیچ هم دی. دا یوازې زموږ د پولي واحد د ژغورلو هلې ځلې نه دي. موږ له خپل منځینې سرګردانۍ سره هم لاس او ګریوان یو.»

ګاوک لاس ته راوړنې په ګوته کړې

د ګاوک د وینا د اوریدلو له پاره ډیر شمیر ځوانان هم دعوت شوي ول. ښاغلي ګاوک په خپله وینا کې د اروپايي ټولنې لاس ته راوړنې هم په ګوته کړې. هغه په خاصه توګه دې خبرې ته اشاره وکړه چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپايي ټولنه کې سوله حاکمه ده.

ګاوک وویل چې ډیر شمیر ځوان اروپايان ښايي په دې اړه ډیر فکر ونه کړي چې اوس هغوی کولای شي چې ډیرو هیوادونو ته پرته له دې چې ویزه واخلي او خپلې پیسې بدلې کړي، سفر وکړي. ګاوک وویل چې آلمان له اروپايي ټولنې سره تړلی دی.

د آلمان ولسمشر پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې هیواد یې سربیره پر دې چې د اروپايي ټولنې له لویو اقتصادي قدرتونو څخه دی، بیا هم نه غواړي چې پر دغې ټولنې باندې خپلې پریکړې د فشارونو په پایله کې ومني. ګاوک وویل: «زه ریښتینی باور لرم چې په آلمان کې ډیره اروپا د آلمانۍ اروپا معنی نه ورکوي. زموږ له پاره ډیره اروپا د یوه اروپايي آلمان په معنی ده.»

له بریتانیا څخه غوښتنه: له موږ سره پاتې شه

یواخیم ګاوک ټینګار وکړ چې آلمان غواړي بریتانیا د اروپايي اتحادیې د یوه غړي په توګه پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بریتانیې لومړي وزیر دیوید کمرون، ویلي وو چې په اروپايي ټولنه کې د خپل هیواد د غړیتوب په اړه به یو ریفرندم په لاره واچوي.

یواخیم ګاوک وویل: «موږ غواړو چې ته [بریتانیا] له موږ سره پاتې شي. موږ ستا تجربې ته د تر ټولو پخوانۍ پارلماني دموکراسي په توګه اړتیا لرو. موږ ستا کلتور، واقعیت پالنې او جرأت ته اړتیا لرو... ډیره اروپا پرته له تا کومه معنی نه شي ورکولای.»

ګاوک د خپلې وینا په پای کې د اروپايي ټولنې پر اوسیدونکو باندې غږ وکړ چې د دغې ټولنې جوړولو ته دوام ورکړي. هغه وویل چې له دې کبله ډیر خوشحاله دی چې اروپايي ټولنې ۲۰۱۳ کال د خپلو اوسیدونکو په نوم، نومولی دی.

گاوک دغه بیانیه په برلین کې له خپل رسمي مقر څخه ورکړه.
گاوک دغه بیانیه په برلین کې له خپل رسمي مقر څخه ورکړه.انځور: picture-alliance/dpa