1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالجبار ثابت سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

ولسمشرۍ ته کانديدعبدالجبار ثابت د ننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ كې زېږېدلى ،آته اولاده لري. د مرستيالانو په توګه يې محمد علي محمدي او عبدالجبار روفي نومولي دي...

https://p.dw.com/p/J0I3
عبدالجبار ثابت د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهال
عبدالجبار ثابت د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهالانځور: DW

دويچه ويلي: داراته وواياست.چې ستاسو له نظره اوسنۍ سياسي حالت څنګه بولئ او امنيت څنګه ارزوئ؟

ثابت: اوسنى حالت بې مزې دى بايد تغير پيدا كړي مثبت خواته لاړ شي ،بيكاري مخ په زياتېدو ده فقر او بې كوري مخ په زياتېدو ده،داټول داسې ښيي چې د خراب حالت نتيجه ده .

دويچه ويلي:د بهرنيو ځواكود وتلو په اړه ستاسو تګ لاره څه ده ؟

ثابت:زه به سوله راولم او روسته به دغه خلك رخصتوم د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د فيصلې لاندې دغه خلك راغلي د دې لپاره چې د ترورېزم سره و جنګيږي كه جنګ بند شي هغه فيصله تطبيق كيږي ځكه نو شته والى يې ضروري نه دى؟

دويچه ويلي:كه نورې شخړې رامنځته شي ؟

ثابت: نورې شخړې نه رامنځته كيږي ځكه ما وويل چې جنګ ختم شي اوچې بيا هم شخړې رامنځ ته كيږي داسې په نورو هېوادونو كې هم شته دابه زمونږ خپل داخلي حالت وي خپله به يې حل كوو.

دويچه ويلي:تاسو كه جمهوري رياست ته ورسېږئ د دولت مخالفينو يا طالبانو سره د روغې جوړ ې لپاره څه امكانا ګورئ ؟

ثابت : د روغې جوړې لپاره امكانات زيات دي ما پرون هم دلته په يې مركې كې وويل چې زه به لاړ شم ملامحمد عمر او ګلبدين حكمتيار سره به كښينم او ورته به ووايم چې جنګ د هېچا په كټه ندى او راځئ چې سوله سره وكړو زه به دوى ته څه وركوم څه به ترې اخلم مثلا وزارتونه او دولتي پستونه به وركوم دوى به وسله كيږدي او په نتيجه كې به سوله رامنځ ته شي.

دويچه ويلي: اقتصادي بحران اوج ته رسېدلاى دي كه تاسو دغه قدرت ته ورسيږى ستاسو اقتصادي پلانونه به څه وي په تېره بيا د كرنې وضيعت په برخه كې ؟

ثابت :زه د كرنې په باره كې ښه پروګرام لرم د متخصيصينو په كومك به داسې لارې چارې پيداكړم چې د اوسنۍ ځمكې نه ښه حاصلونه په لاس راشي د بلې خوانه زما پروګرام به داوي چې تړې ځمكې جوړې كړم څومره ميلونه ځمكې شاړې پرتې دي ،اخوا جوړه ده دې خواته شاړه ده كه زه چېرې رئيس جمهور شوم زما اولين اقدامات به داوي چې د نوو ځمكو د ايجادولو لپاره كار وكړم د صنعت لپاره دولت به په صنعتي چارو كې مداخله كوي كه چېرې دولت په صنعتي چارو كې مداخله ونكړي دا هېواد نه صنعتي كيږي ځكه چې پانګه اچوونكي په هغه ځاى كې پانګه اچوي چې په كټه يې وي دا په دولت پورې اړه لري چې په هغه مواردو كې چې د عامه منافعو د تامين ځايونه دي دولت خپله صنايع ايجاد كړي.

دويچه ويلي: كه تاسو جمهوري رياست ته ورسيږى ستاسو بهرنۍ پالسي به خه وي او د ګاونډيانو سره به څنګه چلند كوئ؟

ثابت: د ګاونډيانو سره چلند به د وستانه وي او د ورورولى په اړيكو به ولاړ وي په دې معني چې زمونږ به عدم مداخله او د يوتل حقوقو ته احترام زما د سياست سياسي ټكى وي همدارنګه د ملل متحد دمنشور رعايت به كوم د بشر د حقوقو د اعلاميې او د مربوطو كنوانسيونونو رعايت به كيږي او د نورو بهرنيو هېوادونو دوستي به د هغوى د دوستۍ په تناسب ولاړه وي هرچا چې زمونږ سره په بيا رغاونه كې زياتې مرستې وكړې په هماغه اندازه به زمونږ دوستي ورسره دوام وكړي؟

دويچه ويلي: يوه لانجه چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ پاتې ده هغه د ډيورنډ دكرښې مسله ده ستاسو تګ لاره به په دې اړه څه وي؟

ثابت: دا مسله خو به زه د ملت په خوښۀ حل كوم كه چېرې ضرور شي او د اوسني حالت نه مونږ راووځو نو بيا به زه په تنهايي تصميم نه نيسم ملت به تصميم نيسي لويه جرګه به راغواړم .

دويچه ويلي: ستاسو په نظر دلته د بيان او مطبوعاتو آزادي څنګه ده ؟

ثابت: زما په نظر دلته د مطبوعاتو آزادي يوه بې بندو باري ده دا بايد له منځه لاړه شي څو ورځې كيږي چې د نورين خصوصي تلويزيون زما په باره كې څه وايي يو بې ګناه سړى يم جرم مې نه دى كړى داسې نسبتونه راته راكول كيږي چې زما شخصيت پرې وژل كيږي دلته اوس قانون نشته زه چاته مراجعه وكړم چې د دې تلويزيون د بې بندبارۍ مخه ونيسم.دابايد د قانون تابع شي كه زه رئيس جمهور شم د مطبوعاتو ازادي به د قانون په چوكاټ كې داسې تنظيم كړم چې له يوې خوانه د مطبوعاتي آزادۍ او د بلې خوانه د دې آزادۍ نه چاته ضرر ونه رسي او كعه چاته ضرر رسيږي تاوان به وركوي ؟

دويچه ويلي: تاسو د ښځو او نارينوود مساويتوب په اړه څه نظر لرئ؟

ثابت: د ښځوحالت په افغانستان كې ډېر خراب دى په تېره پيا په دولتي چارو كې د ښځولپاره حقوق ډېر كم دي د كرزي صاحب په كابينه كې يوه ښځه وزېره ده كه چېرې په دغه ځاى كې نارينه بد نه ښكاره كېده ښايي دلته هم يو نارينه راغلى وي كه د ښځو ونډه كمه هم وي يوه موازنه به رامنځ ته كړم .

دويچه ويلي: د قومونو ترمنځ پيوستون او د ملي يوالي د تامين لپاره څه كولاى شئ؟

ثابت: دقومونو ترمنځ پيوستون نه پوهېګم چې مانا يې څه شي ده ؟قومونه پراته دي وروڼه قومونه دي د قومونوترمنځ هېڅ مشكل نشته دى دايواځې سياست مداران دي چې د قومونو ترمنځ مشكلات پيداكوي .

دويچه ويلي: - د كابل د ښار د چاپېريال د ساتنې ستاسو د پروګرام غټ ټكي څه دي ؟

ثابت : زه به داسې سړى شاروال مقرر كړم چې د مېز ترشابه نه كښيني ټوله ورځ پلانونه جوړوي دمتخصيصينو په كومك به د ښار دپاكوالي لپاره كار كوي اوسنۍ وضعه په فزيكي لحاظ خرابه ده هوا ككړه ده زه به دې ته جدي توجه كوم .

مرکه کونکی.جمال كوټوال

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب