1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي اسرائیل سپوږمۍ ته پر ختلو ناکامه سو؟

۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبه

د نړۍ د څلورم هیواد په توگه اسرائیلو غوښتل سپوږمۍ ته وخیژي. د هغوی هیله مندي ډیره زیاته وه. خو په وروستیو دقیقو کي یې په فضايي بیړۍ کي مشکلات رامنځته او ټوله پلانونه یې ناکامه سول.

https://p.dw.com/p/3Gn01
Opher Doron  SpaceIL lunar Modul
انځور: picture-alliance/AP Photo/I. B. Zion

سپوږمۍ ته د «بیرېشیت» په نامه اسرائیلي فضايي بیړۍ ختل له ناکامۍ سره مخامخ سوه.

ددغي پروژې آمر، موریس کان په تل آبیب کي د فضانوردۍ له مرکز څخه په ژوندۍ بڼه یوه خپریدونکې ویدیو کي خبر ورکړ، چي  د دغي فضايي نقلیه وسیلې په ماشین کي سپوږمۍ ته تر کښته کیدو لږ دمخه یو تخنیکي مشکل رامنځته او فضايي بیړۍ یې ټکر ټکر سوه.

USA, Cape Canaveral: Israel schickt Raumsonde zum Mond
انځور: picture-alliance/dpa/T. Renna

هغه اضافه کړه، چي «موږ سپوږمۍ ته پر ختلو باندي بریالي نه سولو، خو موږ په هر صورت خپل کوښښ وکړ».

د اسرائیلو د فضايي مرکز (IAI) یوه کارکونکي د فضايي بیړۍ تر سقوط وروسته وویل: «موږ په سپوږمۍ کي یوو، خو نه هغه ډول لکه څنگه چي موږ غوښتل.»

که سپوږمۍ ته د اسرائیلو فضايي بیړۍ ختلې وای، نو به دغه هیواد د نړئ څلورم هیواد وای، چي پردې کار باندي کامیابه سوی وای.

Israelische Raumsonde bei Landung auf dem Mond zerschellt
انځور: Reuters/Courtesy Space IL

لمړی پخوانی شوروي اتحاد وتوانېد چي په ۱۹۶۶، بیا امريکا متحده ايالات په همدې ۱۹۶۶م کال او بیا چین په ۲۰۱۳م کال کي سپوږمۍ ته ختلي ول.

Q.N/N.Z (dpa,afp,ap)

 

زموږ له آرشیف څخه: