1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي داعش پر افغان شعیه مسلمانانو باندي بریدونه کوي؟

۱۳۹۶ دی ۷, پنجشنبه

د اسلامي دولت ترهګري ډلې یا داعش په دوامداره توګه خپل بریدونه پر کابل او شعیه مسلمانانو باندي متمرکز کړي دي. کارپوهان وايي چې دغه ډله غواړي په افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو له رامنځ ته کولو سره خپل نفو‌‌ذ پراخ کړی.

https://p.dw.com/p/2q3MG
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د داعش یا اسلامي دولت د فعالیتونو په اړه رپوټونه د ۲۰۱۵م کال په لومړیو میاشتو کې په نړیوالو رسنیو کې رابرسیره شول. هغه مهال د دغې ډلې حضور یوازي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې محدود وو. خو حکومت یې بیا پر ضد پراخ عملیات پيل کړل او د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې یې اعلان وکړ چې په دې سیمه کې د داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوې ده. د همدې کال په جولای میاشت کې افغان او امریکایي ځواکونه وویل چې د افغانستان او پاکستان له پاره د داعش عمومي قوماندان حافظ سعید خان یې هم وژل دی.

د طالبانو او داعش تر منځ جګړو هم دغه ډله تر فشار لاندي راوسته. دواړه ډلې که څه هم د افغان حکومت پر ضد جنګږیږ خو ژور ایډیالوژیک اختلافات لري او له همدې کبله ډیر وخت یو له بل سره خونړۍ نښتې کوي.

په ۲۰۱۶م کال کې دغو ټولو موضوعاتو په افغانستان کې داسې انګیرنه رامنځ ته کړه چې داعش نه شي کولای د سوریې او عراق په څیر په دې هیواد کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندي راولي او ښايي عمر یې هم د نړۍ په دې برخه کې ډیر اوږد نه وي.

ډیری کارپوهان په دې نظر ول چې په نړیوالو رسنیو کې د افغان چارواکو له خوا د داعش د خطر لوی ښودل په دې خاطر دي چې کابل غواړي افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې وساتي.

مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهل

خو د وخت تیریدو او د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې داعش خونړیو بریدونو دا خبره روښانه کړه چې که څه هم دغه ترهګره ډله په تیرو کلونو کې نه ده توانیدلي چې پراخي سیمې تر خپل کنترول لاندي راولي، خو دا وړتیا یې ترلاسه کړې ده چې په پلازمینه کابل کې پراخ او همغږي شوي بریدونه وکړي. د جنبش روشنایي پر لاریون برید، د کابل د پوځي روغتون خونړۍ پیښه او په دې ښار کې د شعیه مسلمانانو پر جوماتونو باندې څو بریدونه دا خبره روښانوي چې داعش دغه شان وړتیا لري.

د داعش د خونړیو بریدونو یو بل خاصیت دا دی چې ډیر وخت شعیه مسلمانان خپل هدف ګرځوي. په افغانستان کې د یاغي ډلو د فعالیتونو کارپوه وحید مژده، په دې نظر دي چې داعش غواړي له دې سره په افغانستان کې مذهبي تاوتریخوالی رامنځ ته او د ځان له پاره د رشد زمینه برابره کړي.

هغه وايي: «داعش په افغانستان کې له یوې ننګوني سره مخامخ دی او هغه دا چې په دې هیواد کې لا وختي یوه وسلواله مخالفه ډله موجوده ده او هغه سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي چې کیدای شي په اسانۍ سره له حکومت څخه ونیول شي او بیا پکښې اډې جوړې شي.»

تاجکستاني ځوانان ولي د داعش سره يوځای کيږي؟

مژده زیاتوي چې اوس نو داعش له همدې کبله خپل بریدونه پر کابل او شعیه مسلمانانو باندې متمرکز کړي دي چې وشي کړای د داسې افراطي سني وسله والو ډلو ملاتړ ترلاسه کړي چې کولای شي له داعش سره د نفوذ په پراخولو کې مرسته وکړي. داعش هم د روان کال په پیل کې ګواښ وکړ چې د بریدونو تمرکز به یې شعیه مسلمانان وي.

هغه زیاتوي: «له همدې کبله داعش پر شعیه مسلمانانو باندې بریدونه کوي چې په افغانستان کې د خپل حضور له پاره دلیل او ملاتړي پیدا کړي.»

مژده په دې نظر دي چې داعش لا تر اوسه پوري خپل هدف ته نه ده رسیدلې ځکه د افغانستان شعیه او سني علماو او اوسیدونکو تر هرې پیښې وروسته په ګډه سره دغه شان فعالیتونه غندلي دي او پر نورو یې غږ کړی دی چې اجازه ور نه کړي ترهګرې ډلې د مذهبې تاوتریخوالې د رامنځ ته کیدو لامل شي. خو دغه کارپوه ګواښ کوي چې که سم تدابیر و نه نیول شي نو کیدای شي چې وضعیت په راتلونکې کې بدل شي.

د اسلامي دولت ګواښ په افغانستان کې څومره جدی دی؟

که څه هم په وروستیو وختونو کې د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه د داعش د فعالیتونو رپوټونه ورکول کیږي او اوس د دې ډلې حضور یوازې ننګرهار ولایت ته محدود نه دی خو دغه ډله بیا هم پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې نه لري. له بلې خو له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د داعش د جنګیالو د راتلو په اړه هم ډیر رپوټونه نه ورکول کیږي او ښايي د پخوانیو اټکلونو په څیر زیات شمیر جنګیالي په منځني ختیځ کې تر ماتې وروسته د افغانستان او پاکستان پر لور نه وي راغلي.

نیکولسن: پر طالبانو او بهرنیو ملاتړو یې فشارونه ډیریږي

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډیری جنګیالي د طالبانو پخوانۍ غړي دي چې د مشري پر سر د شخړو وروسته، له دې ډلي سره یوځای شوي دي. وحید مژده په دې نظر دی چې د داعش له خوا د بریدونو ډیریدل په دې معنی نه ده چې دغې ډلې په افغانستان کې خپل حضور هم پراخ کړي دي. هغه وایي: «افغانستان داسې یو هیواد دی چې یاغي ډلې کولای شي په کې دغه شان بریدونه ترسره کړي. داعش په اروپايي هیوادونو او امریکا کې هم د بریدونو پړه پر غاړه اخلي مګر دا په دې معنی نه ده چې په دې هیوادونو کې یې حضور پراخ دي.»

هغه څه چې په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې اندیښنې راپارولي دي چې د همغږو بریدونو د په لاره اچولو په موخه د داعش د وړتیا لوړیدل دي. کارپوهان وایي چې افغان حکومت او مذهبي مشران باید اجازه ور نه کړي چې داعش په افغانستان کې د مذهبي تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو وتوانیږي، که نه نو د دې کارپوهانو په خبره، اسلامي دولت د افغانستان له پاره په یوې لویې ستونزې بدلیدای شي.

زموږ له ارشیف څخه: