1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبان د خلکو غږ چپ کولو له پاره له زوره کار اخلي؟

۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه

ځيني مدني فعالان وايي چې طالبان د دوی د فعاليتونو او په سوله ایزه توګه د خلکو د غوښتنو د مخنیوي له پاره له زوره کار اخلي. د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د لاسي ګاډۍ چلوونکو پر مظاهره د طالبانو په ډزو کې دوه کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/45s5y
Afghnaistan Frauen protestieren in Kabul
آرشیف انځورانځور: Privat

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره د خلکو د غوښتونو له پاره مدني فعالیتونه تقریباً دریدلي، خو ځینې وخت بیا هم له کابل او ځينو نورو ولایتونو څخه د مظاهرو خبرونه ورکول کیږي. طالبان د مظاهرو پر وړاندې توند چلند کوي او نږدې هره مظاهره په جنجال او تاوتریخوالي بدلیږي.

د چهارشنبې په ورځ په خوست کې لاسي ګاډۍ چلوونکو وروسته له هغې مظاهره وکړه چې د دې ولایت ښاروالۍ غوښتل، هغوی د ښار له منځه ټول کړي. عیني شاهدان وایي، د مظاهرې د تیت کولو له پاره طالب وسله والو ډزې وکړې چې په دې ډزو کې یو کس ووژل شو او یو بل ټپي شو چې ټپي بيا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د خوست ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې ویلې دي چې دوی غوښتل چې ګاډۍ چلوونکي د ښار له منځه د باندې ټاکل شوې ځای ته انتقال کړي.

اعلامیه وایي: «دوی خپلي ګاډۍ د سړکونو په منځ کې درولي وې، مظاهره یې وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې اخ او ډب رامنځته شو. امنیتي ځواکونو هوایي ډزې کړي چې په یوه مارکیټ کې یو کس وژل شوی او یو ټپي دی، موږ خواشیني یوو او د ولایت چارواکي د وژل شوي کس له کورنۍ سره غم شریکي کړي او جنازې ته یې تللي.»

Afghanistan Kabul | Frauendemonstration
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په دې ډزو کې د یوه وژل شوي کس زوی عیدولي شاه دویچه ویله ته وویل چې پلار یې یوازینی د کورنۍ مشر وو او دی به هيڅکله د پلار قاتلان و نه بخښي. نوموړی غوښتنه کوي چې طالبان دې د ده د پلار قاتلان ونیسي او محاکمه دې کړي.

هغه وایي: «زما پلار په مارکیټ کې په خپله کوټه کې ناست و، دومره مظاهره نه وه لکه ډزې چې وشوې. زه مې د پلار په سر بادشاه وم، طالبان دې زما د پلار قاتلان ونیسي او محاکمه دې کړي. که بیا طالب قاتل وي نو له قاتل به څه وغواړم، هيڅکله به یې و نه بخښم، خو په قیامت کې به حساب ورسره کوم.»

هڅه مو وکړه، چې په خوست کې پر مظاهره د ډزو په اړه د خوست امنیتي مسؤلینو غبرګون هم واخلو، خو له هڅو سره سره یې په نظر اخیستو بریالي نه شوو. 

روانه اونۍ په کابل کې د ښځینه مدني فعالانو پر یوه مظاهره طالبانو اوښکې بهوونکي سپرې کارولې وه، چې وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو غبرګونه هم له ځان سره لرل.

تازه په یو شمېر رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د یوې مدني فعالې تمنا پریاني ویډیو لاس په لاس کیږي، چې هغه پکې ادعا کوي چې طالبان یې کور ته ورغلي او غواړي ویې نیسي. خو ایا رښتیا هم د دې مدني فعالې کور ته طالب جنګیالي ورغلي؟ سپيناوی يې ستونزمن دی، ځکه نه هغې او نه هم طالبانو تر اوسه پوري په دې څه ويلي دي.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

څو ورځې وړاندې په کابل کې یو ځوان مدني فعال عظیم عظیمي هم طالبانو نیولی. عظیمي په کابل کې د پاکستان د وروستیو هغو څرګندونو په اړه یوه مظاهره ترتیب کړې وه چې ويلي يې ول چې افغانستان ته د طالبانو له ادارې سره د همکارۍ له پاره پاکستاني متخصیصن لیږي.

په کابل کې یو مدني فعال چې له امنیتي ویرې خپل دویم نوم عارف الله را پیژني وایي، طالبان ځکه د خلکو غږ په زور چپ کوي چې له خلکو دا جرات واخلي چې په راتلونکي کې یې پر وړاندې راپورته نه شي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې په واکمنۍ کې له سخت دریځۍ تېر شي او د خلکو مشروع غږ ته هر کلی ووایي.

عارف الله وایي: «طالبان اوس قدرت په لاس کې لري. دوی باید زغم ولري، د خلکو مشروع غوښتنې که د یوه سوله ایز حرکت له لارې وي، نه یوازې چې مخه یې و نه ونیول شي باید تقویه شي. دوی [طالبان] باید ځان تغیر او د غره او جنګ میدان فکرونه نور له سره وباسي.»

خو ولې طالبان د سوله ایزو مظاهره کوونکو او مدني فعالانو پر وړاندې سخت چلند کوي او زور کاروي؟

د طالب لیکو د تصفیې کمېسیون مشر لطیف الله حکیمي دویچه ویله ته وویل چې هیڅوګ او په هیڅ نوم حق نه لري، چې د عدلیې وزارت له اجازې پرته مظاهره وکړي. نوموړی وایي په مظاهره کې د نظام پر ضد شعار او د اشخاصو توهین ته اجازه نه ورکوي. خو هغه د کابل د پيښي او په خوست کې د لاسي ګاډۍ چلوونکو پر مظاهرې د ډزرو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب