1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

ولي پاکستان د امریکا غږ پر اردو پاڼې بندیز لګولی؟

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

پاکستانی چارواکو په دې هیواد کې د امریکا غږ اردو انترنتي پاڼه تړلې ده. دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې پاکستان غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو باندې فشارونه ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/39wYV
Symbolbild China Hackerangriff auf US Firmen 20.05.2014
انځور: Reuters

د پاکستان د الکترونیکي اړیکو ځانګړې ادارې یا (PTA) یوه چارواکي ویلي دي: «د امریکا غږ انترنتي پانیه د چارواکو له خوا تړل شوې ده.»

دغه چارواکي د خپل نوم د نه بربنډیدو په شرط دغه څرګندونې کړې دي. چارواکي د پریکړې لامل نه دی بربنډ کړی.

دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ یوه ویاند د خپل هیواد پر رسنیو باندې غږ کړی وو چې په خپلو خپرونو کې د پاکستان یو مثبت انځور وړاندې کړي. د پوځ د ویاند دغه څرګندونې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له هغو هڅو سره تړل شوي چې غواړي د بیا آزادي محدوده کړي.

د امریکا غږ رسنې ویلي دي چې انترنتي پاڼه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه د رپوټونو خپرولو له کبله تړل شوې ده. دې رسنۍ زیاته کړې ده چې په پاکستان کې یې د پښټو ژبې خپرونې لا څو میاشتې مخکې بندې شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر پوځ باندې د اسلامپالو یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوي او ادعا کوي چې پوځ د ډیرو کسانو د لا درکه کیدو تر شا دی.

په همدې کال کې پاکستان مشال راډیو ته هم امر کړی وو چې خپلې خپرونې بندې کړي، ځکه په خبره یې دغه رسنه پاکستان د «ترهګرو د ځالې او ناکام هیواد» په توګه انځوروي.

مشال راډیو او امریکا غږ، دواړه د امریکا متحده ایالاتو د حکومت له خوا تمویلیږي. په وروستیو وختونو کې د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ اړیکې ډیرې زیاتې ترینګلې شوې دي.

امریکا پر پاکستان باندې په افغانستان کې د فعاله یاغیانو د ملاتړ تور لګوي او وایي چې دغه هیواد د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي. پاکستان بیا ټینګار کوي چې پخپله د ترهګرې قرباني دی او نړیواله ټولنه یې په دې برخه کې هڅې له پامه غورځوي.