1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د پناه غوښتونکو د زېږدو نېټه ولې د جنوري ۱ ده؟

۱۳۹۷ دی ۱۱, سه‌شنبه

په وروستیو کلونو کې آلمان ته د ډيرو پناه غوښتونکو راتګ د دې سبب شوی چې په دې هیواد کې تر ۲۰۷ زره د زياتو ثبت شوو پناه غوښتونکو د زیږیدنې نیټه د جنورۍ له لومړۍ نیټې سره برابره شي.

https://p.dw.com/p/3AqP1
Afghanistan Reisepässe in Passstelle in Kabul
انځور: picture alliance/dpa/S. Bhandari

له ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه مهال چې آلمان خپلې پولې د پناه غوښتونکو پر مخ پرانیستلې، د افغانستان په ګډون د ډيرو هیوادونو په ميلیونو پناه غوښتونکي دغه هیواد ته داخل شول. آلمان ته د ډيرو پناه غوښتونکو راتګ د دې سبب شوی دی چې په دې هیواد کې په زرونو پناه غوښتونکي د خپلې زیږیدنې نیټه د جنورۍ لومړۍ نیټه ثبت کړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، د روان کال د جولای میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې په آلمان کې ۲۰۷ زره ۳۴۷ تنه پناه غوښتونکي د جنوري میاشتې پر لومړۍ نیټه زیږیدلي دي. دغه شمیر پناه غوښتونکي تر ۲۰۱۴م کال وروسته په المان کې ثبت شوي دي. دغه شمیرې د آلمان د کورنیو چارو وزرات د آلمان له پاره د بدیل ګوند د یوه استازي انټون فریزن د یوې پوښتنې په ځواب کې خپاره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په دقیقه توګه له دې شمیر کسانو څخه ۱۲۵ زره ۴۰۸ تنه پناه غوښتونکي یوازې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلي دي.

د دې موضوع د سپیناوي له پاره د آلمان د کورنیو چارو وزارت لیکلي: «د [پناه غوښتونکو د زیږیدنې د نیټې له پاره] د جنوري لومړۍ نیټه هغه وخت ټاکل کیږي چې یو پناه غوښتونکی پاسپورټ او د هویت په هکله رسمي سند په لاس کې ونه لري او له میاشتې او ورځې پرته یوازې خپل د تولد نیټه یې په یاد وي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت همدا راز لیکلي چې په ځینو هیوادونو کې په ځانګړې توګه د دې هیوادونو په لیرې پرتو سیمو کې د نویو زیږیدلو ماشومانو ثبت په کال کې یوازې یوځل کیږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د آلمان د ځوانانو اداره هغه شمیر کم سنه مهاجرو ته هم د جنوري لومړۍ نیټه د دوی د زیږیدنې د نیټې په توګه ټاکي، کله چې دوی د خپل هویت د تثبیت له پاره اسناد وړاندې نه کړي.