1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د دوبي په رخصتيو کې د کم سنه نجونو د ودونو خطر زياتيږي؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

له ښځو څخه د ملاتړ«تېرې دې فيمس» سازمان په حواله په آلمان کې د دوبي په رخصتيو کې، خارجي والدين هڅه کوي خپل ټاټوبي ته د سفر پر وخت خپلې ځوانې او کم سنه لوڼې واده ته مجبورې کړي.

https://p.dw.com/p/3KaD1
Still DW Dreh Zwangsheirat Türkei
انځور: DW

د له ښځو څخه د ملاتړ«تېرې دې فيمس» سازمان  د «زور زياتي» د برخې څخه ماریا بومیکه وايي چې د رخصتیو له پیل څخه لږ مخکې لا مشورتي ادارو ته د ځوانو او وارخطا نجونو عریضې په زیاتیدو وي.

د بشري حقونو د «تېرې دې فيمس» سازمان په حواله  د آلمان په سطحه جبری ودونه کومه استثنا نه ده. په دغه هیواد کې حتی د میشتو خارجیانو د دويم او درېیم نسل ځوانې او کم سنه نجونې هم له دغه گواښ سره مخامخې دي. دا پديده نه یوازی په اسلامی هیوادو کې ډېره عامه ده بلکه په اروپا ميشته کورنيو کې هم ليدل کيږي او تر ټولو د مخه په سخت گیرو کورنیو کی لیدل کیږي چې اداره یې د نارینه مشرانو په لاس کی وي.

همدارنگه ځوان یا کم سنه هلکان البته اقليت یې، هم مخکی له وخته ودونو ته مجبوره کیږي، په تیره بیا هغه چې هم جنس بازی ته یې تمایل زیات وي.

Zwangsheirat - gebundene Hände
انځور: Ingrid Meyerhöfer

د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې په برلین کې د جبری ودونو پر ضد  کاري ډلې، په دې هکله یوه ټولپوښتنه کړې چې پر اساس یې په ۲۰۱۷ کال کی ۱۱۷ واره جبری ودونه تر سره سوي ، ۹۲ ځله په مشخص ډول پلان سوي او ۱۱۳ د جبري واده د گواښلو پیښې رامنځته سوي دي.

د برلین د فریدریشهاین- کرویڅ بیرگ د ناحیې، د ښځو د چارو مسووله پیترا کوخ کنوبل وایي چي » په دې اړه د هغو پیښو شمیر تر دې هم ډیر دی چې ثبت سوي نه دي.«  

زیاتره دغه نجونې د ۱۶ او ۲۱ کلونو ترمنځ وې او ترکي یا عربي ریښه یې درلوده. همدارنگه په هغو کي کُردي کورنۍ، له بالکان هیوادوونو، بلغاریی او رومانيا څخه راغلې کورنۍ هم شاملي دي.

په دې اړه د آلمان په سطحه ارقام له ۲۰۰۸ کال څخه دي او په سمه توگه استازيتوب نه شي کولی. د دې ارقامو له مخې د جبري ودونو په هکله ۱۷۷۱ مشورې تر سره سوي،۹۳۷ یې مخکې له واده او ۲۳۵ یې مخکی او وروسته تر هغه تر سره سوي.

تیرې دی فیمیس یا د ښځو د حقونو د ملاتړ سازمان اوس د یوې نوي پلټنی غوښتنه کوي، ځکه په خبره يې ښايي دغه شمېرې اوس ښايي نورې هم پورته شوي وي.

G.P/B.S/AG