1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويليارد: لښکر طيبه په نړيواله کچه ريښې غځولي

۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

يو جګپوړي امريکايي جنرال د سې شنبې په ورځ کانګريس ته د يوې پاکستانۍ مذهبي ډلي «لښکر طيبه» د لا پراخيدو په اړه خبري کړي. او خبرداری يې ورکړی چي کرار کرار ددغه ډلي د تمرکز ساحه د هند او حتي د سهيلي اسيا څخه هم پراخيږي.

https://p.dw.com/p/RHeq
د لښکر طيبه د ډلي غړي
د لښکر طيبه د ډلي غړيانځور: AP

دغه ډله په دي تورنه ده چي په ۲۰۰۸ کال کي په ممبی باندي حمله ددې لخوا سوې وه، چي شاوخوا ۱۶۶ تنه پکښي ووژل سول.

دغه ډله د پاکستان د استخباراتي شبکېISI لخوا روزل کېده، ترڅو په کشميرکي د هند خلاف و جنګيږي. خو د څېړونکو په آند ، ددې سره چي پر دې ډلي د اسلام اباد لخوا بنديز لګول سوی خو په غيري رسمي توګه بيا هم ددغه شبکې لخوا حمايه کيږي.

د امريکا اميرالبحر رابرت ويليارډ سنا ته ويلي چي د امريکا متحده ايالاتو په فعاله توګه د جنوبي آسيا د هيوادونو نيپال، بنګله ديش، سريلنکا، مالديو او هندوستان سره په ګډه کار کاوه تر څو د لښکر طيبه مخنيوی وکړي، خوهغه خبرداری ورکړ چي دغه ډله بل چيري فعاله وه.

هغه زياته کړه«بې له شکه چي د لښکرطيبه د نفوذ ساحه اوس تر سهيلي اسيا يا هندوستان پوري محدوده نه ده، بلکي دغي ډلي خپل نفوذ په نړيواله کچه غځولی.» او ويې ويل چي امريکا شواهد لري چي، لښکر طيبه په اروپا کي شتون لري.

په تير وخت کي لښکر طيبه په کاناډا او امريکا کي جنګيالي ميدان ته را ايستلي ول.خو ويليارد دې خبري ته په اشارې سره وويل چي د هندوستان سره سره لښکر طيبه اوس د امريکا خلاف د جهاد اعلان کړی، او په واشنگټن کښي اوس له سره پر دې خبرو سره بحث کيږي چي د لښکر طيبه لخوا به په افغانستان کي ددوی پر ځواکونو حملې کيږي.

هغه زياته کړه « چي د لښکر طيبه سره د پاکستان د دولت اړيکو پر سر بحث کول يوه ډيره حساسه موضوع ده.»

دا تبصرې په داسي حساس وخت کي کيږي چي د امريکا او پاکستان اړيکي لا ترينګلي دي. پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو څخه غوښتي چي په پاکستان کي د خپلي استخباراتي شبکې د غړو شمير راټيټ کړي. په عيني وخت کي د دواړو هيوادونو د استخباراتي شبکو مشران د اړيکو د ښه کيدو په اړه په واشنګټن کي په خبرو بوخت دي.

پداسي حال کي چي امريکا غواړي په پاکستان کي د القاعدي شبکه او نوري اسلامي پوځي ډلي چي په افغانستان کي ښکيل دي تر خپل نظرلاندي وساتي. خو د واشنګټن توجه د لښکر طيبه خواته د يو پاکستاني هډه امريکايي ډيوډ هيډلي ترنيول کيدو وروسته نوره هم ډيره سوې.

هيډلي په دي هيله چي په کشمير کي به جکړه وکړي د لښکر طيبه سره يو ځای سوی وو. خو بيا وروسته هغه په ممبي کي، د حملې د ځايونو په نښه کولو او په ډنمارک کي د القاعدې شبکې د پاره د يوې حملي د پلانولو په تور و نيول سو.

ويليارد وايي « دا ډيره مهمه ده چي پر دې خاصه موضوع خبري ځای ونيسي، او موږبه د پاکستان د دولت سره په دې اړه خبرو ته ادامه ورکړو چي د تروريزم اصلي جرړي پيدا کړو چي د پاکستان په خاوره کي دي.»

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل