1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو بل مهاجر ماشوم د امريکايي چارواکو په توقيف کي مړ سو

۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبه

په روانه مياشت کي دا دويم ځل دی چي يو مهاجر ماشوم د امريکايي چارواکو په توقيف کي مري. دغه پيښه په نيو مکسيکو ايالت کي د مهاجرو د توقيف په مرکز کي رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3AdlN
USA Migration Kinder
انځور: Reuters/A. Latif

د مړ سوي ماشوم په هکله ويل سوي دي چي هغه د ګويته مالا وو او عمر يې ۸ کاله ؤ. د امريکايي چارواکو په اعلاميه کي چي و فرانس پرېس ته هم رسېدلې ده، راغلي دي «کله چي د دغه هلک د ناروغۍ علايم» څرگند سول، له خپل پلار سره عاجل روغتون ته ولېږدول سو.

د اعلاميې له مخي په لومړي سر کي ډاکټرانو «د يو عادي رېزيشت» تشخيص وکړ خو پر دغه هلک وروسته نوري تبي راغلې. زياته سوې ده چي دغه هلک په روغتون کي له يونيم ساعت نظارت وروسته بېرته خارج کړل سو. ويل سوي دي چي ډاکټرانو دغه ماشوم ته نسخه ورکړې وه.

د کرسمس په شپه

په راپور کي راغلي دي چي ياد ماشوم د کرسمس په شپه (دسامبر۲۴مه) له سرګرځۍ څخه شکايت درلود او استفراق يې وکړ. له هغه وروسته ماشوم بيا روغتون ته انتقال سو چي وروسته يې بيا په نيمه شپه کي ساه ورکړه. چارواکو ويلي دي چي د دغه ماشوم د مړيني اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی. د چارواکو په وينا د دغې پيښي بې طرفه پلټنه به وسي.

تر دغي پيښي دمخه د ډسمبر مياشتي پر ۸ نېټه د گويته مالا هيواد يوه اوه کلنه مهاجره د سرحد ساتونکو چارواکو په توقيف کي مړه سوې وه. هغه وخت رسنيو د هغې د مړيني لاملونه «د اوبو کمښت» او «تکان» يا شوک بللي ول.
 

د استازو د جرګې غړې نيديا ويلازقېز د مهاجر ماشوم د مړيني د وروستۍ پيښي د پلټنو غوښتنه کړې ده. د ديموکرات ګوند دغې سياستوالي په عيني حال کي د مهاجرت په تړاو د امريکا د حکومت «له کرکي ډک او خطرناک» سياست د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

له لاتين امريکا څخه امريکا متحده ايالاتو ته د مهاجرت مخنيوی، د ولسمشر دونلد ترمپ د حکومت يو له مهمو ټکو څخه دی. د متحده ايالاتو د پوله ساتونکو چارواکو دغه عمل چي پر پوله له نيول سوو مهاجرو څخه د هغوی ماشومان جلا کوي او هغوی جلا ساتي، په جون مياشت کي د سختو مخالفتونو او نيوکو سره مخامخ سوی ؤ. په دې ترڅ کي د ترمپ مېرمني ميلانيا هم سختي نيوکي کړي وې. له هغه وروسته ترمپ د دغه عمل د پای ته رسولو امر کړی وو. خو ترمپ مخ په وړاندي هم له مکسيکو سره پر پوله د هسک دېوال پر جوړولو ټينګار کوي.