يونان، ايتاليا او هسپانيا ته څومره مهاجر رسيدلي دي؟
له ۲۰۱۵ څخه د ۲۰۱۷م تر وروستۍ نيمايي پوري يونان، ايتاليا او هسپانیا ته ډیر مهاجر رسېدلي دي. په دغه انځوريز رپوت کې به په هرکال کې د رسيدلو مهاجرو شمير او د افغانستان په ګډون لس هغه هيوادونه چي ډير وگړي يې مهاجر شوي.
يونان ۲۰۱۵م کال
يونان ته په دغه کال ۸۵۶۷۲۳ مهاجر ورغلي.
ايتاليا ۲۰۱۵م کال
ايتاليا ته په دغه کال ۱۵۳۸۴۲مهاجر ورغلل.
هسپانيا ۲۰۱۵م کال
هسپانيا ته په ياد کال ۴۴۰۸ مهاجرو ځانونه ورسول.
يونان ۲۰۱۶م کال
يونان ته په ياد کال د نړۍ له مختلفو هيوادونو ۱۷۱۷۸۵ مهاجر ننوتل.
ايتاليا ۲۰۱۶م کال
ايتاليا ته په ياد کال کي ۱۷۳۰۰۸ مهاجر ورسېدل چي ډيری ئې له افريقايي هيوادونو دي.
هسپانيا ۲۰۱۶م کال
هسپانيا هم په دغه کال تر نورو پاته نه وه. دغه هيواد ته ۶۰۴۶ مهاجرو ځانونه ورسول.
يونان ۲۰۱۷م کال
يونان ته په روان کال کي د نورو دوو کلونو په پرتله لږ يعنی۴۰۰۰ مهاجر ورغلي دي.
ايتاليا ۲۰۱۷م کال
په اروپا کي د نورو په پرتله د مديترانې له لاري ايتاليا ته سږکال هم ډېر مهاجر (۱۹۰۰۰۰) رسېدلي دي.
هسپانيا ۲۰۱۷م کال
دغه هيواد ته بیا هم د نورو هيوادونو په پرتله په روان کال کي ډېر مهاجر(۲۲۰۰۰) رسېدلي دي.
د مهاجرو سلنه
لس هغه هيوادونه چي ډېر وگړي ئې ترې مهاجر شوي دي.
۱۰ مقام: مختلف هيوادونه
چې د مهاجرو ټولټال ۵ سلنه برخه ده.
۹ مقام: پاکستان
د دغه هيواد مهاجر اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۳ سلنه برخه ده.
۸ مقام: ګامبيا
دوی هم د پاکستان په شان د مهاجرو ۳ سلنه برخه ده.
۷ مقام: د عاج ساحل
د عاجل له ساحله هم مهاجرت ډير سوی. له دغي سیمي وتلي خلک اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۴ سلنه برخه ده
۶ مقام: ګانا
د مهاجرو ۴ سلنه برخه ده.
۵ مقام: اريتيريا
اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۸ سلنه برخه ده.
۴ مقام: عراق
اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۸ سلنه عراقيان دي.
۳ مقام: نايجريا
له نايجريا څخه هم هجرت ډېر سوی. دوی اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۱۰ سلنه برخه ده.
۲ مقام: افغانستان
له جنگ ځپلي افغانستان څخه تر سوريې را وروسته اروپا ته د رسېدلو مهاجرو ۱۲ سلنه برخه ده.
۱ مقام: سوريه
۲۳ سلنه برخه
سرچينې:
ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره او انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه.