1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټرمپ له افغانستانه خپل سرتیري باسي، اغیز به یې څه وي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

رپوټونه وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو پوځي سلاکارانو ته ویلي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله باید خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده راوباسي. آیا امریکا ریښتیا هم د دغسې یوې پریکړې په هڅه کې ده؟

https://p.dw.com/p/3bWMF
US-Präsident Trump besucht Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Brandon

د این بي سي نیوز په نامه یوې امریکايي ټلویزوني شبکې د ځینو امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې ولسمشر ټرمپ غواړي د کرونا ویروس د چټکې پراختیا له وېرې خپل ټول سرتیري له افغانستانه را وباسي. دغه رپوټ زیاتوي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک په پلې کېدو کې چاندانې پرمختګ نشته، چې دا موضوع هم اندیښمنونکې ده.

پوځي سلاکارانو د افغانستان ترڅنګ له ایټالیا څخه هم د امریکايي سرتیرو د را اېستو خبره کړې، ځکه په هغه هېواد کې څه باندې ۱۹۴ زره کسان په کرونا اخته دي.

آیا امریکا د خپلو سرتیرو د روغتیا په اړه اندېښمنه ده؟

په واشنګټن کې افغان لیکوال او شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې تر اوسه له ۵ زرو ډیر امریکايي سرتیري په کرونا اخته شوي. نوموړي زیاته کړه چې له همدې وېرې لرې نه ده چې امریکا به له افغانستانه هم د خپلو ټولو سرتیرو د اېستلو پریکړه وکړي.

فقیري وویل: «افغانستان غوندې ځای کې [په کرونا ویروس] د زیاتو امریکايي عسکرو د مبتلا کېدو چانس بېخي زیات دی. بل خوا، په امریکايي ټولنه او کانګرس کې خلک وارخطا دي، او د خپلو عسکرو د صحت په اړه اندېښمن دي.»

ښاغلی فقیري زیاتوي چې په امریکا کې د عامه افکارو یوه نوې سروې هم ښيي چي ۷۰ سلنه امریکایان له افغانستانه د خپلو سرتیرو را ایستل غواړي. د دغه امریکا میشتي افغان لیکوال په خبره د ټولو سرتیرو له را اېستلو ولسمشر ټرمپ راتلونکو ټاکنو کې هم ګټه پورته کوي.

Afghanistan | Donald Trump besucht Truppen zu Thanskgiving
انځور: Getty Imags/AFP/O. Douliery

فقیري دویچه ویله ته همدا راز زیاته کړه: «جمهور رییس ټرمپ مهم انتخابات په مخ کې لري. ټرمپ ډارېږي که چیرې په دې برخه کې غفلت وکړي، امریکایان به یې و نه بخښي.»

سره له دې چې د امریکا د دفاع وزارت له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتیرو د را اېستلو راپور رد کړی، خو پوښتنه دا ده چې دغسې یوه احتمالي پریکړه به د افغانستان پر امنیتي وضعیت څه اغیز وکړي؟

پر افغان جګړه د امریکايي ځواکونو د وتلو اغیز

د ارزګان د ولایتي شورا پخواني رییس امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل چې همدا اوس د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخېستی. هوتکي وویل: «که امریکا دغسې بې مسؤلیته او د کرونا په بهانه افغانستان څخه وځي نو دا په دې مانا ده چې دلته کورنیو جګړو ته لار هواروي.»

ښاغلي هوتکي اندېښنه وښوده چې د افغانستان د سولې او جګړې سره نامسؤلانه چلند دغه هېواد د سوریې او یمن په برخلیک اخته کولای شي. افغان حکومت وار له مخه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسؤلانه وتلو ټینګار کړی.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۹ زره امریکایي سرتیري پراته دي، خو دا سرتیري یواځې افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي. سیاسي شنونکي واحد فقیري دا هم وویل، چې ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د پردې ترشا پټې هوکړې شوي وي.

Afghanistan 2017 | Operation Resolute Support | US-Armee
انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

په واشنګټن کې افغان لیکوال او شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته وویل: «دا پریکړه به د طالبانو لپاره د لاډیرو سیمو د نیولو لاره هواره کړي،  زما حدس دا دی چې امریکایان او طالبان لا سره نیژدې شوي او امریکا به پر طالبانو زیاته تکیه وکړي.»

خو د امریکا د دفاع وزارت د این بي سي دغه رپوټ ته په غبرګون کې دا هم ویلي چې د ځواکونو کمول د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د شوې هوکړې پربنسټ پلانیږي.

ددې هوکړه لیک له مخې، بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي، خو شرط دا اېښودل شوی چې طالبان به په خپلو کړو ژمنو عمل کوي.

اسماعیل شاکر – کابل