1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ټرمپ پر کانګرس د برید په تړاو تورن شوی

۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبه

یو ځانګړي پلاوي د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو د بدلون او د جنورۍ پر شپږمه نیټه پر کانګریس د حملې په تړاو تورن کړی.

https://p.dw.com/p/4Uh6U
د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ انځور
د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ انځورانځور: Charlie Neibergall/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحدهایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فدرالي کچه د ۲۰۲۰م کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو د هڅو او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۶ مه د کانګرس پر ودانۍ د خپلو پلویانو د برید له امله له جنایي تورونو سره مخامخ شو.

پر ټرمپ څلورتورونه لګول شوې دي، چې پکې درغلۍ او شاهدانو ته امتیاز ورکول شامل دي.

پخوانی ولسمشر د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوې فدرالي محکمې ته راغوښتل شوی دی. څارنوال جک سمټ ویلي هغه به په یاده قضیه کې د "چټکې محاکمې" غوښتنه وکړي.

په یاده ۴۵ مخیز قضايي ادعا نامه کې ټرمپ تورن دی چې په ځینو ایالتونو کې یې له چارواکو غوښتي چې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماندانو د رایو اندازه یا سلنه باطله کړي.

په دې ادعاد کې راغلي: "د یادې دسیسې موخه دا وه چې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ګډوډ شي."

څارنوالانو وویل:ټرمپ د ټاکنو د پایلو په اړه د اعتراض حق درلود چې دا کار ېې هم وکړ خو "د ټاکنو د پایلو د ګډوډولو له پاره د غیرقانوني لارو په تعقیب سره ېې له قانون څخه سرغړونه وکړه."

ټرمپلا دمخه په فلوریډا ایالت کې په خپل شخصي استوګنځي کې د حساسو او محرمو دولتي اسنادو د ساتلو په تړاو له تورونو سره مخامخ دی.

هغه باید په نیویارک کې پورن ستوري سټارمي ډینیلز ته د حق السکوت پیسو د ورکولو په تړاو جلا تورونو ته هم ځواب ووایی.

ټرمپ، چې په را روانو ټاکنو کې سپینې ماڼۍ ته د ستنیدو هڅه کوي، تر اوسه یې پر ټولو جرمي تورونو بیګناې ښودلې او د یادو تورونو انګیزه سیاسي بولي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب