1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهفرانسه

پاریس: د چاقو په وسیله ترهګریز برید کې یو المانی وژل شوی

۱۴۰۲ آذر ۱۲, یکشنبه

په پاریس کې یو المانی سیلاني په ظاهره کې د یوه اسلامپاله له خوا د چاقو په برید کې وژل شوی دی. په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4Zima
Frankreich, Paris | Polizeikräfte an der Bir-Hakeim Brücke
انځور: Stephanie Lecocq/REUTERS

د شنبې او یکشنبې ترمنځ ماښام، دفرانسې د کورنیو چارو وزیر، ګیرالد دارمانین او څارنوالۍ اعلان وکړ چې وژل شوی کس یو المانی سیلاني وو چې په ۱۹۹۹م کال کې په فیلیپين کې زیږیدلی وو. ویل کیږي بریدګر چې د یوه افراطي اسلامپالې په توګه پیژندل شوی وو، د برید پر مهال د «الله اکبر» شعار ورکړی وو او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. برید کوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

پيښه په پاریسکې د آیفل برج ترڅنګ رامنځته شوې ده. د کورنیو چارو وزیر دارمانین د پيښې له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل چې بریدګر پر یوې سیلاني جوړې برید کړی: «یو المانی سیلانی چې په فیلیپين کې زیږیدلی وو په چاقو د وهل کیدو له کبله وژل شوی.»

د دارمانین په خبره له دغه سیلاني سره ملګرتیا کوونکې د یوه ټکسي چلوونکي د مداخلې له کبله په ظاهره کې په فزیکي ډول ټپې شوې نه ده. ویل کیږي چې بریدګر د پله د پاسه د سیند بلې غاړې ته اوښتی او هلته یې دوه تنه نور ټپیان کړي دي.

یو تن یې د څټک یا چکُش په وسیله د سترګې په پاسنۍ برخه کې وهلی او دویم تن یې بیا د چاقو په وسیله ټپي کړی دی. د معلوماتو له مخې یو ۶۰ کلن فرانسوی او یو بهرنی سیلاني چې دارمانین یې هویت څرګند نه کړ، ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا بریدګر د برید پر مهال د «الله اکبر» نارې وهلې. برید کوونکی چې په ۱۹۹۷م کال کې په فرانسه کې زیږیدلی، د برقي شارت توفنګچې په وسیله له حرکته غورځول شوی او د قتل او قتل د هڅې اقدام په تور نیول شوی.

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ ملي اداره به دغه قضیه پرمخ وړي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په وینا دغه کس مخکې تر دې هم جزایي شوی وو. نوموړی په ۲۰۱۶م کال کې د یوه بل برید د پلانولو په جرم په پنځه کاله بند محکوم شوی وو چې د هغې له جملې څخه د څلورو کلونو بند په بدل کې یې نقدي جریمه ورکړې وه.

د شنبې په ورځ تر برید وروسته نوموړي وویل هغه نشي زغملی چې په «افغانستان او فلسطین» کې دې مسلمانان وژل کیږي. هغه ویلي چې په غزه کې جګړې او دا چې فرانسه یې ملاتړ کوي په غوسه کړی دی.

د پولیسو د محافلو په حواله ویل شوي چې د ایراني مور پلار دغه زوی چې په فرانسه کې زیږیدلی دی د افراطي مسلمان په توګه مشهور وو.

نوموړي له رواني تکلیف څخه رنځ وړلو او «وضعیت یې بې ثباته» وو چې له همدې کبله د بند پر مهال او وروسته تر هغې هم تر رواني درملنې لاندې وو.

زیاته شوې ده چې دغه ځوان د شنبې په ورځ له دغه برید څخه لږ مخکې په ټولنیزو شبکو کې یو اعترافي ویډیو خپره کړې وه چې په هغې کې «روان وضعیت، حکومت او د بې ګناه مسلمانانو وژنې» ته اشاره شوې وه.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا