1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان بايد د حقانی شبکه وټکوي

۱۳۸۹ مرداد ۲, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو لوي درستيز مايک مولن مولن « زه دا موضوع بياهم په کلکه توګه د پاکستان له مشري سره يادوم. د پاکستان د پوځ مشر اشفق کياني له دي موضوع خبردي چي مونږ څه غواړو.»

https://p.dw.com/p/OTbs
د امريکا متحده ايالاتو لوي درستيز امير البحر مايک مولن مولن
د امريکا متحده ايالاتو لوي درستيز امير البحر مايک مولن مولنانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکا متحده ايالاتو تر ټولو لوی پوځي چارواکي، مايک مولن د هند له سفر څخه وروسته اسلام آباد ته د تګ په وخت کی، په پاکستان کي د هغو اسلام پالو اورپکو چي د ناتو تر مشري لاندي په افغانستان کي پر نړيوالو ځواکونو حملي کوي، د شته والی له دوام سره خپله انديښنه څرګنده کړه.

مايک مولن چي د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز دی، پاکستان ته د يو ورځني سفر په درشل کي وويل چي واشنګتن په وار وار وار سره، په شمالي وزيرستان کي د حقاني د شبکي په شمول د افراطينو د ديره کيدو په هکله اسلام آباد ته خپلي انديښني بيان کړي دي.

مولن په نوي دهلي کی په يو مطبوعاتي کنفرانس کي د حقاني شبکه په افغانستان د متحده ايالاتو په مشری د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خطرناکه تروريستي شبکه وګڼله او وويل چي هغه په تکرار سره له پاکستان څخه غوښتنه کړي چي د دغي شبکي د ګواښونو سره دي مقابله وکړي.

مولن خبريالانو ته وويل:« زه دا موضوع بياهم په کلکه توګه د پاکستان له مشري سره يادوم. د پاکستان د پوځ مشر اشفق کياني له دي موضوع خبر دي چي مونږ څه غواړو.»

جنرال مولن په هند کي د هغه هيواد له سياسي او پوځي مشرانو سره له ليدني کتني څخه وروسته نن اسلام کي د پاکستان د پوځ د مشر اشفق کياني په شمول د پاکستان له صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره ويني..

پاکستان په دي تورنه دي چي د حقاني شبکي سره اړيکي لري او هغي ته د فعاليت لپاره امکانات برابروي. پاکستان دغسي يو تور تل رد کړي دي.

د حقاني شبکه چي په افغانستان کي د مجاهدينو د يو پخواني مشهور قومندان، جلال الدين حقاني له خوا جوړه شوي ، مشري يی د هغه زوي سراج الدني حقاني کوي، دغه ډله په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو سره سخته دښمني لري او په خاصه توګه د افغانستان په ختيځ کي فعاله ده .

د متحده ايالاتو لوي درستيز، اميرالبحر مولن داهم وويل چي د پاکستان استخباراتي اداره بايد خپل شکل او جوړښت ته بدلون ورکړي. ښايي دا هغو تورنو ته اشاره وي چي د پاکستان استخباراتي اداره ISI له اسلام پالونکو څخه د هند سره په دښمني استفاده کوي.

مولن وويل:« زه باور لرم چي د ISI ستراتيژيکي کړه وړه بايد په بنسټيزه توګه بدلون ومومي.»

امريکايي چارواکو په دي وروستيو وختو کي د افغاستان د پولي په اوږدو کي د طالب اورپکو پر ضد د پاکستان د پوځ له پراخو عملياتو ستاينه کړي او ويلي دي چي دغه عمليات بايد د حقاني شبکي ته هم بايد ځير شي.

واشنګتن قبايلي سيمي د القاعدي د نړيوالی تروريسيتي شبکي ځاله ګني چي له هغی خخه په ټوله نړي کي په تروريسيتي فعاليتونو لاس پوري کوي.

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي