1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان طالبانو څرګندوني رد کړې

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو هغه ادعا بې بنسټه بللې ده چې ويلي يې ول د امريکا بې پيلوټه الوتکي پر افغانستان باندي د بريد په موخه د پاکستان هوايي حريم کارولی دی.

https://p.dw.com/p/4GAhs
Afghanistan l USA Konflikt l US-Drohne über dem Flughafen Kabul
انځور: Aamir Qureshi/AFP via Getty Images

پاکستان د طالبانو د دفاع  وزارت د سرپرست ملا محمد یعقوب د وروستیو تبصرو په اړه غبرګون ښودلی او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د خپل هوايي حریم د کارولو په اړه د طالبانو د ادارې د دفاع سرپرست وزیر خبري رد کړي دې.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري ناسته کي وویل: »پاکستان د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې ده چې د دغه هیواد له فضا څخه کار واخلي او د افغانستان خاوري ته داخل سي.

Afghanistan Taliban Kämpfer feiern den ersten Jahrestag der Machtübernahme in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

دغه طالب چارواکې د لومړي ځل له پاره د پاکستان نوم واخیست او له دغه هیواد څخه یې وغوښتل چې اجازه ورنه کړې چې د افغانستان په وړاندې له دغه فضا څخه کار واخلي.

یوه میاشت وړاندي امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د القاعدې ډلي مشر ایمن الظواهري په کابل کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل سو.

دغه طالب چارواکي په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کیدل یوه ادعا وبلل او ویلي یې دي چې اوس هم په دې اړه پلټنې رواني دي. د دغه بې پیلوټه الوتکي تر برید وروسته څو ځله د افغانستان په فضا کې هم لیدل سوې دې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملا یعقوب څرګندونې بې بنياده وګڼلې او زیاته کړې ېې ده چې دا ډول ادعا ډېره خواشینوونكې ده او د ډیپلوماټیک اصولو سره په ټکر کې ده.

پاکستان په دې اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې د ټولو هيوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
انځور: Ali Khara/REUTERS

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې پاکستان هر ډول تروريزم غندي او د طالبانو له چارواکو څخه غواړي چې افغانستان د نړیوالو ژمنو په نظر کې نېولو سره خپله خاوره د هیڅ هېواد په وړاندې ونه کاروې.

طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړې ده چې جهادي ډلو او بهرنیو ترهګرو شبکو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره به پر نورو هيوادونو د برید له پاره وکاروي.

په کابل کي د الظواري د وژلو تر اعلان ۲۰ ورځي وروسته طالبانو په کندهار کې يوه غونډه راوبلله. د دغي غونډي ګډونوالو که څه هم پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو برید وغندې خو بیله دې چې د کوم هیواد نوم واخلې، اخطار يې ورکړ چې امریکایې بې پیلوټه الوتکو ته دې د افغانستان پرضد په خپل فضا کې ځای نه ورکوي ترڅو د افغانستان پر وړاندي هوایې بریدونه ترسره کړي.