1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اوږد واټن يو نوی ډول توغندی وازمويه

۱۳۸۵ اسفند ۴, جمعه

پاکستان په خپله وينا د اوږد واټن يو نوی ډول توغندی ازمويلی دی چې د اتومي خولۍ د وړلو وړتيا لري. نظامي کړيو زياته کړه چې دا يو هتف ٦ ډوله دوه پوړيز توغندی و چې د ٢٠٠٠ کيلومېترو د واټن وهلو وس لري.

https://p.dw.com/p/DKFI
د پاکستان د توغنديو يو پخوانی ډول هتف ٢ چې ابدالي هم بلل کېږي
د پاکستان د توغنديو يو پخوانی ډول هتف ٢ چې ابدالي هم بلل کېږيانځور: AP
په دې ترتيب هم د گاونډي هېواد هند لوی ښارونه هدف گرځېدلای شي. اسلام آباد دغه ازموينه په سهيلي آسيا کې د ستراتيژيک توازن ساتلو يو نوی پړاو بللای دی. پاکستان د خپل گاونډي هند په څېر د اتومي وسلو د خپرېدنې د بندولو له تړون څخه سرغړونه کوي او نوموړی تړون يې نه دی لاسليک کړی.