1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اوږده واټن توغندی ازمویلی

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د لېرې واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ ازموېنه یې تر سره کړې ده. د پوځ په وینا دغه توغندی د اتومي سرګلولې د انتقالولو وړتیا هم لري.

https://p.dw.com/p/3IwAH
Pakistan - Atomraketentest
انځور: picture-alliance/dpa

اسوشیتد پرس خبري آژانس د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې ویلي دي چې له ځمکي څخه پر ځمکه هدف ویشتونکی شاهین دوه، توغندی د پنجشنبې په ورځ توغول شوی دی چې په عرب سمندرګي کې لګیدلی دی. زیاته شوی ده چې دغه توغندی ۱۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

د پاکستان له لوري د نوي توغندي ازمویلو خبر له هغه وروسته ورکول کیږي چې په ګاونډي سیال هیواد هند کې یې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلانیږي.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه دواړه ګاونډي هیوادونه اتومي وسلې لري او په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانيا څخه تر آزادۍ اخیستلو وروسته یې درې وار جګړې هم کړي دي. دغه دواړه هیوادونه تل د توغندیو ازموینې تر سره کوي.

زموږ له آرشیف څخه: