1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: افغانستان سره د تورخم او چمن لارې پرانیستل شوي دي

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د حکومت د غوښتنې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړیکو او همدا راز بشري وضعیت ته په کتو سره یې د تورخم او چمن لارې د ترانزیت او صادراتو له پاره پرانیستې دي.

https://p.dw.com/p/3e74E
Pakistan LKW-Fahrer
انځور د آرشيف - په چمن کې ولاړې لارئانځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

دغه وزارت وايي چې د جون میاشتې په ۲۲مه نیټه به په خوست ولایت کې د غلام خان بندر هم د سوداګرۍ او توکو د انتقالاتو له پاره پرانیستل شي.

پاکستان وايي چې دغه لارې به په اونۍ کې ۶ ورځې پرانیستې وي او په اونۍ کې یوه ورځ یعنې د شنبې ورځې د خلکو د تګ راتګ له پاره ځانګړې شوې ده. پاکستان وايي چې د غلام خان بندر پرانیستنه او له افغانستان څخه پاکستان ته د توکو صادرات ښيي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګري لا پسې پراخه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه همدا راز وايي چې پاکستان له اقتصادي اړخه د باثباته او سوله ایز افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

پاکستان تر دې وړاندې له ايران سره هم خپلې پولې پرانیستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د يکشنبې په ورځ (د جون ۲۱مه) اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې ۱۱۹ پيښې ثبت شوي دي. دغه راز زیاته کړې چې پر دغې ناروغۍ د ابتلا ۴۹۵۱ نوې مثبت پيښې هم ثبت شوي دي.
آژانسونه/ا.خ.ح/ م.ک.ص/ ن.ص

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (07.03.2017):