1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان د جیش محمد ډلې ۴۴ شکمن غړي نیولي دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې دوی د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د هغي ډلې ۴۴ شکمن غړي نیولي دي چې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې د یوه وژونکي برید پړه منلې وه.

https://p.dw.com/p/3ETWs
Taliban-Kämpfer
انځور: AP

د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي، ویلي دي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د «جیش محمد» ډلې مشران هم شامل دي.

هغه په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې د دې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر، ورور او نور نزدې خپلوان هم نیول شوي دي.

هندوستان وایي چې د جیش محمد ځانمرګي بریدکوونکي د روان کال د فيبروري میاشتي پر۱۴مه نیټه له چاودید موادو خپل ډک موټر د هندي نیمه پوځیانو له کتار سره وجنګاوه چې له کبله یې ۴۰ تنه ووژل شول. نوی ډهلی وايي چې د جیش محمد ډله له پاکستان څخه فعالیت کوي.

د سه شنبې په ورځ وختي د پاکستان سمندري ځواکونو وویل چې د یوه هندي اوبتل مخه یې نیولې ده چې غوښتل یې د پاکستان حریم ته داخل شي. تر دې مخکې په اتومي وسلو سمبال دغه دواړه هیوادونه یو د بل هوایي حریم ته ننوتي ول.

هندوستان بیا د پاکستان دا ادعا چې اوبتل یې د دې هیواد اوبو ته د داخلیدو هڅه کړې، رد کړې ده. د هندوستان د سمندري ځواکونو ویاند ډي کې شرما، پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «په ورستیو څو ورځو کې موږ د دې شاهدان وو چې پاکستان ناسم معلومات او پروپاګند خپور کړی دی.»

هغه زیاته کړې: «د هندوستان سمندري ځواکونه اوس هم د ملي سمندري ګټو د ساتلو په موخه په دنده بوخت دي. زموږ د دندې په ځای کې بدلون نه دی راغلی.»