1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د سيلاب ځپلو سره خپل کومکونه نورهم تمديدوي

۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبه

د پاکستان د سيلابونو څخه د ډيرو تاوانو او بې حده فاجعې له کبله د ددغه هيواد حکومت د قربانيانو او دهغو د مربوطينو سره خپل کومکونه د 6 مياشتو دپاره نور هم تمديد کړي دي

https://p.dw.com/p/P4Jc
انځور: AP

د پاکستان صدراعظم يوسف رضأ ګيلاني نن د پاکستان په پارلمان کښي وويل ،چه د اکتوبر په آخره کښي د کومکونو د مودې ختميدل بايد تمديد سي ، ځکه ډير زيات انسانان عاجلو کومکونوته ضرورت لري ، تر څو ژوندي پاته سي .

ګيلاني اضافه کړه ، چه د کومکونو لمړنۍ مرحله بايد د ډسامبر په اخره کښي پای ته ورسيږي ، په داسي حال کښي چه د جهاني بانک او آسيايي پرمختيايي بانک کومکونه د سپټامبر په آخره کښي پای ته رسيږي .

تر سختو سيلابونو يوه مياشت وروسته هم په پاکستان کښي 8 مليونه انسانان عاجلو کومکو ته ضرورت لري .

مجموعأ د ګرده انګلستان په اندازه مځکه تر اوبو لاندي ده . په تر ټولو سختي سيلاب ځپلي سيمي سند کښي لا نن هم خلګ د خپلو کورو او سيمو څخه وتل .

د محلي مقاماتو د معلوماتو پر اساس اوس هم د بې کوره سوو انسانانو دپاره په زر هاوو خيمې کمبود دي .

د ملګرو ملتو د ارقامو پر اساس په پاکستان کښي د يوې مياشتي سختو دوامداره سيلابو په نتيجه کښي 18 مليونه انسانان مستقيمأ متضرر سوي دي ، او لږ تر لږه 1760 کسان پکښي وژل سوي دي .

4,8 مليونه انسانان ددغي فاجعې له کبله بې کوره سوي دي . تر 3,6 مليونه هکټاره اضافه زراعتي مځکه خرابه سوې ده .

ګيلاني په تيرو ورځو کښي د سيلابونو له کبله د رامنځته سوو اقتصادي تاونونو اندازه 33 مليارډه ايرو بللې وه .

آژانسونه / محمد قاسم نوري

کتونکی : نسيم صابر