1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د کم سنه کسانو ودونه پر فتوی سربیره منل کیږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د کم سنه کسانو ودونه یوه نړیوال موضوع ده او اسلامي هیوادونه بیا د هغه څخه ډیر اغیزمن دي. په دې وروستیو ورځو کي دغه موضوع په پاکستان کی یووار بیا یوه توده موضوع گرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3IE9c
Indien Kinderehe
انځور: picture-alliance/dpa/D. Solanki

په دې وروستیو کي د پاکستان سنأ د مذهبي حزبونو د قانون جوړونکو پر مخالفت سربیره، د کم سنه کسانو د ودونو د ممانعت مسوده تصویب کړه. خو د پاکستان ولسي جرگې او هم د برحاله حاکم گوند وزیرانو بیا دغه مقرره رد کړه.

دغي مقررې د واده قانوني سن ۱۸ کاله تعین کړ.

دغه مسوده د سناتور شیري رحمن او اپوزیسيون پیپلز پارټۍ (PPP ) له خوا وړاندي او تر ډېرو بحثونو وروسته تصویب سوه. خو په ولسي جرگه کي د صدراعظم عمران خان د حاکم حزب (تحریک انصاف) د مخالفت سره مخامخ سوه. که څه هم ددغه گوند ځینو سناتورانو په سنأ کي هغه ته مثبته رایه ورکړې وه.

سناتور شیري رحمن په خپل تویتر کي لیکلي دي، چي «په مقننه قوه کي د کم سنه کسانو د ودونو د ممانعت پر مقررې باندي توافق نه کول د تأسف ځای دی. دغي مقررې  کیدلای سوای د ډیرو ښځو ژوند، چي د پاکستان نیم نفوس تشکیلوي، ژغورلی او ښه کړی وای.»

مختلف نظریات

د پاکستان په ولسي جرگه کي ددغي مقررې مسوده د اقلیت هندوانو او حاکم حزب د وکیل، رامش کومار له خوا مطرح سوه. هغه د واده له پاره  د حد اقل ۱۸ کاله سن تعینولو او تر هغه کښته واده کولو لپاره د مجازاتو غوښتونکئ سو. خو د هغه خپلو حزبي وکیلانو حتی ددغي مسودې سره مخالفت وکړ او هغه یې غیر اسلامي وبلله.

د دولت په چارو کي د دیني مسایلو وزیر نورالحق قادري د هغه په مقابل کي اعتراض وکړ او ویې ویل، چي دغه مقرره اول باید « اسلامي  ايډیالوژیکي شورأ» ته استول سوې او ارزیابي سوې وای، چي ایا هغه د اسلام مطابق ده که نه؟

بیا د پاکستان د تکنالوژۍ او علومو وزیر فواد چودري پخپل تویتر کي ددغي مقررې مخالفین «ډارونکي کسان» بللي دي.

د بشر د حقوقو  فدرالي وزیرې او د عمران خان د حاکم گوند غړې شیرین مزاري ددغي مقررې څخه ملاتړ وکړ او په دې هکله یې د مصر د الازهر پوهنتون فتوی ته اشاره وکړه. دې ټینگار وکړ:«چي که د الزهر پوهنتون د کم سنه کسانو د ودونو پرضد فتوی صادره کړې وي، نو موږ باید هغه غیر اسلامي وبولو؟»

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کي د بشر د حقوقو فعالي او ښځو د وضعیت د کمیسارۍ غړې، ماریا اقبال المان ږغ ته وویل، چي د کم سنه کسانو ودونه په پاکستان کي یو لوی چلنج دی. ددې په نظر مدني ټولنه تل ددغي موضوع په سبب تر فشار لاندي ده. دې زیاته کړه:«چي دا د حاملگۍ په جریان او وروسته وختونو کي د  ښځو د بدبختیو او مرگونو یو عمده علت دی. خصوصأ په کلیوالي سیمو کي، چيري چي طبي امکانات لږ دي، دغه ډول ودونه تقریبأ پر هره کورنۍ باندي تأثیر کوي.»

Kinderehe Kinderbräute Braut und Bräutigam Hochzeit Kinderhochzeit
انځور: Getty Images/A. Joyce

په مختلفو هیوادونو کي د کم سنه کسانو د ودونو شمير

دغه ډول ودونه تر ټولو دمخه په افریقا او جنوبي اسيا کي نسبت د نړی نورو منطقو ته ډیر لیدل کیږي. د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د حمایې سازمان(یونیسف) د ارقامو پراساس هر کال ۱۲ ملیونه نجوني  قانوني سن ته تر رسیدو مخکي ، یعني ۱۸ کلنۍ دمخه ودیږي، چي په دې جمله کي یې ۳۸ فیصده یوازي د افریقا د جنوب په صحرأ هیوادونو کی دي.

د اسیا په جنوب کي بیا د کم سنه کسانو د ودونو د راکمیدو پر درجې سربیره، یعنی له ۴۹ څخه ۳۰ فیصده ته پر راکښته کیدو سربیره په ملیونونو  نجوني  ودونو ته مجبوره کیږي.

د بين المللي ارقامو پراساس بنگله دیش په ۵۹ فیصده سره په هغو هیوادونو کي راځي، چي هلته کوچنیان قانوني سن ته تر رسیدو دمخه ودونو ته مجبوره کیږي. په دغه لست کي تر بنگله دیش وروسته، هندوستان(۴۷ فیصده)، نیپال (۳۷ فیصده)، افغانستان(۳۵ فیصده)، بوتان(۲۶ فیصده)، پاکستان(۲۱ فیصده) او سریلانکا په (۱۲ فیصده) کي راځي.

ددغو اعدادو پر بنأ مختلف اسلامي هیوادونه د کم سنه کسانو د ودونو د یوه چلنج سره مخامخ دي. په لوی اسلامي هیواد، اندونیزیا کي ۱۴ فیصده نجوني قانوني سن ته تر رسیدو دمخه مړونو ته ورکول کیږي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(17.04.2015 )