1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د کندهار د پیښې په تړاو تورونه رد کړل

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کندهار د برید په تړاو وضع شوي تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه ګڼلي او وايي چې تر اوسه پورې له پاکستان سره هیڅ ډول کره معلومات او شواهد نه دي شریک شوي.

https://p.dw.com/p/3772m
Besuch von afg. Präs. Ashraf Ghani am Grab von Abdul Razig
انځور: DW

د افغانستان د ولسي جرګې تر ټاکنو وړاندې د ټاکنو د امنیت په موخه په کندهار ولایت مقام کې یوه بریدګر تر غونډي وروسته پر کډونوالو باندي بريد وکړ چې په پایله کې یې د کندهار غښتلی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال مومن حسن خیل او د دې ولایت د ملي راډیو تلویزون یو کمره مين محمد سلیم ووژل شول.

د جنرال رازق وژني په ټول افغانستان او په نړیوۍ کي ځيني غبروګونونه را وپارول. د کندهار تر پیښې وروسته د ولسمشر غني په ګډون ځيني حکومتي او سیاسي څیرو کندهار ته سفرونه وکړل او د جنرال رازق کورنۍ ته یې د فاتحې مراسم پر ځای کړل. ولسمشر غني په کندهار کې د سفر پر مهال د جنرال رازق او د دې ولایت د ملي امنیت د مشر د هڅو او مبارزو ستاینه وکړه.

Afghanistan Beerdigung von General Abdul Razeq | nach Anschlag in Kandahar
انځور: Reuters/I. Sameem

غني جنرال رازق ته د ملت د خپلواکۍ د لقب د ورکړي ترڅنګ وویل چې د جنرال رازق وژل او په ټوله کې په کندهار کې د برید پلان او طرح له هیواد څخه دباندي جوړه شوې وه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د کندهار د پیښې د عاملیو د موندلو په برخه کې د پاکستان د مرستې غوښتنه هم وکړه.

د ولسمشر غني تر دغې غوښتنې او پر پاکستان باندي د انتقادونو له کبله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم غبرګون ښوولی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې ۲۴ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه یاد کړي دي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د سولې او ثبات له پاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان یا «APAPPS» د موجودیت پر مهال د دغه راز بدمرغه پیښو د پلټنې قضیه باید د دوو اړخیزو او مؤثرو همکاریو له لارې پر مخ بیول شوې وای.

اعلامیه زیاتوي چې د دې پر ځای چې رسنیو ته پر یو بل باندې د تورونو د لګولو له پاره مراجعه وشي، له اړوند لارو چارو کار اخیستل به مناسب اقدام وو.