1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ۱۴ پاکستاني عسکرو قاتلان په ايران کې روزل شوي وو

۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبه

پاکستاني چارواکو ويلي هغه وسله وال کسان چې په بلوچستان کې يې د دغه هيواد ۱۴ پوځيان ووژل، له ايرانه دغه هيواد ته داخل شوي ول. په وژل شوو کې ۱۰ تنه سمندري ځواکونه، درې د هوايي ځواک او يو ساحلي ګارد وو.

https://p.dw.com/p/3H8kP
Pakistan Indien Grenzkonflikt Grenze Beerdigung Soldat in Kaschmir
پاکستاني د پوځ مليشې د خپلو همسنګرانو د جنازې د مراسمو پر مهال (آرشيف)انځور: Reuters

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ ويلي دي، وسلوال کسان چې دوه ورځې مخکې يې د پاکستان په سويل لويديځ کې د دغه هيواد د وسله وال پوځ ۱۴ غړي ووژل، له ايرانه د پاکستان خاورې ته داخل شوي او دغه حمله يې ترسره کړه.

د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له قوله ليکي چې پاکستان په دې اړه شواهد په لاس کې لري چې کومې «تروريستي ډلې» چې دغه حمله ترسره کړې ده، هغه «د پاکستان پولې ته نژدې د ايران په خاوره کې روزنيز او اکمالاتي مرکزونه لري.»

شاوخوا شل وسه لوال چې د پاکستاني مليشو يونيفورم يې اغوستي وو، د پاکستان امنيتي ځواکونو يو بس موټر يې ودراوه او بيا يې پرې ډزې وکړې. د امنیتي ځواکونو دغه حامل بس په بلوچستان ايالات کې د پاکستان لوی ښار کراچۍ پر لور روان وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې اړه زياته کړې: «موږ خپل مستند شواهد د روزنيزو مرکزونو د ځای او هويت تر تشخيصولو وروسته له ايران سره شريکوو.» هغه وويل د بلوڅانو د درو تروريستي سازمانونو يوې متحدې ډلې کومه چې په ايران کې مستقره ده، د دغې حملې مسئوليت پر غاړه اخیستی دی.

قريشي وويل چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې د ايران سفارت ته يو ليک استولی او «په ايران کې ميشتې دغې تروريستي ډلې» له خوا د حملې په اړه يې خپل «شديد اعتراض» بیان کړی دی.

Iran KW07 Selbstmordanschlag
ايراني ځواکونه په زاهدان کې د ځانوژونکې حملې د ټپيانو د انتقال په حال کې (آرشيف)انځور: Tasnim/M. Salehi

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له ايراني چارواکو غوښتي تر څو «د تروريستانو پر وړاندې جدي اقدامات پورته کړي تر څو په راتلونکې کې دا ډول پیښې بيا تکرار نه شي.»

قريشي همدا ډول د ايران سرحد ته نژدې پرتو سيمو کې د کنترول د ډيرولو او د ايران پر پوله د یوه سرحدي ديوال د رغولو د چارو له پيل څخه خبر ورکړ.

په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان د يکشنبې په ورځ تهران ته خپل دوه ورځنی سفر پيل کړي. هغه غواړي ايران ته د خپل لومړني رسمي سفر په ترڅ کې له ايراني رهبرانو او چارواکو سره وګوري.

تر دې مخکې ايران پر پاکستان تور لګولی وو چې تروريستي ډلې يې د پاکستان له خاورې د ايران په سیستان او بلوچستان ايالتونو کې پر امنيتي ځواکونو حملې کړي دي.

د ايران په زاهدان کې د ايراني پوځيانو پر حامل بس موټر د شوي ځانمرګی بريد وروسته چې د ايران د سپاه پاسدارن ۲۷ تنه ځواکونه په کې ووژل شول، د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د پاکستان سفير احضار کړ. د یادې حملې مسئوليت د جيش العدل ډلې په غاړه اخيستی وو. دا هغه ډله ده چې ايران ادعا کوي چې روزنيز او اکمالاتي مرکزونه يې د پاکستان په خاوره کې دي.

د پاکستان بلوچستان ايالت چې د افغانستان او ايران پولو سره څېرمه پروت دی، د پاکستان تر ټولو ستر خو فقير ايالت دی چې تر ټولو ډير افراطي مسلمانان او بيلتون غوښتونکي بلوڅان په کې اوسيږي.

Rsh/Si (AFP)/mks/ns