1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ـ انټرنټ د ټاکنيز کمپاین مهمه برخه ګرځېدلې

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

پاکستان کي د واکمنو دولتي ادارو له خوا پر دوديزو رسنيو د فشارونو زياتېدنې په ټاکنيز کمپاین کي د انټرنټ رول لا پراخ کړی دی. خو انټرنټ د کمپاین پر وخت د دروغو خبرونو د خپرولو يوه لويه وسيله هم ګرځېدلې.

https://p.dw.com/p/31sZJ
Wahlkampf Karatschi Pakistan
مذهبي ګوندونو هم پر انټرنټ د ټاکنيز کامپاين لاره پيدا کړې دهانځور: DW/U. Fatima

په داسي حال کي چي د جولای په ۲۵مه په پاکستان کي پارلماني ټاکنې تر سره کېدونکي دي، د دغه هيواد زياتې خصوصي رسنۍ د تر مخه لا شته فشارونو د لا زياتېدو څخه شکايت کوي. دا چي پر رسنيو فشارونه څومره زيات دي، له دې حقيقت څخه هم څرګنديږي چي اکثره ژورنالستان په آزاده توګه د شته فشارونو په تړاو د خبرو کولو جرأت نه کوي.

د ټاکنو په موسم کي د دوديزو رسنيو د يادې وضعې له کبله اوس په پاکستان کي د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو اهميت تر بل هر وخت ډېر مهم بلل کيږي. لکه د يوې سيميزي ورځپاڼې «کوږک» مسؤل چلوونکی محمد اسلم چي وايي:«د نورې نړۍ په شان په پاکستان کي هم په عمومي توګه دوديزه رسنۍ لکه تلويزينونه، راډيوګانې او ورځپاڼې د انټرنټ تر فشار لاندي راغلي دي. خو په زياته په دغو ټاکنو کي د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو اهميت په بېسارې توګه جګ سوی دی.»
انټرنټ او د بهر رسنۍ

د پاکستان د يو خصوصي تلويزون خبريال حفيظ الله شېراني وايي چي زیات شمېر پاکستانيان د ټاکنو پر وخت يوازي د کورنيو رسنيو پر راپورونو اکتفا نه کوي بلکه د پاکستان په تړاو په بهرنيو رسنيو کي خپرېدونکو راپورونو ته هم زیات ارزښت ورکوي. هغه زياتوي: «او انټرنټ هغه وسيله ده چي په زیاته بيا د ټاکنو پر وخت يې په پاکستان کي د بهرنيو رسنيو استعمال ته په بې ساري توګه پراختيا ورکړې ده.»

په پاکستان کي د یو آزاد کانديد له پاره کمپاین کوونکی سياسي فعال محمد طاهر شکايت کوي چي په دوديزو رسنيو کي عموما د لويو ګوندونو او سياستوالو له خوا مطرح کېدونکو سياسي موضوعاتو ته وخت ورکول کيږي. هغه زیاتوي: «خو انټرنټ او ټولنيزو رسنیو اوس يو شمېر هغو نوو او آزادو کانديدانو او سياستوالو ته د خپلو سياسي پروګرامونو د خپرولو او کامپاين آسانتيا برابره کړې ده چي د ګوندونو په شان اړين منابع او آسانتياوي نه لري. په اوس وخت کي بېله انټرنټ څخه د کمپاین تصور لا نه سي کيدلای.»

د پاکستان د نفوس تقريبا ۶۰ سلنه برخه په کليو کي اوسيږي چيري چي زيات اوسېدونکي شکايت کوي چي د دوی د سيمو د ستونزو په تړاو د معلوماتو د وړاندي کولو په برخه کي دوديزه رسنۍ اړينه پاملرنه نه کوي. په داسي حال کي چي موبايل انټرنټ حتی اوس و ليري پرتو او د بنسټيزه جوړښتونو له پلوه کمزورو سيمو ته هم رسېدلی دی، نو يو شمېر کانديدان پر انټرنټ او ټولنيزو رسنيو د ځانګړي کمپاین له مخي و دغو خلکو ته هم د رسېدګي هڅه کوي.
دروغ خبرونه او شخصيت وژنه

انټرنټ که له يو اړخه د ټاکنيز کمپاین په ترڅ کي سياستوالو او عامو خلکو ته د معلوماتو د تبادلې په بې سارې اندازې نوي امکانات برابر کړي، نو له بل اړخه يې د درواغو خبرونو او سياسي رقيبانو په وړاندي د درواغو تورونو خپرول هم زښت زيات کړي دي. ژورنالست محمد اسلم وايي چي د عامو خلکو تر څنګ پخپله د بعضي لويو ګوندونو د کمپاین سوشل ميديا پاڼي ناتاييد سوي خبرونه او پر اشخاصو لګول سوي تورونه خپروي. هغه وايي: «څو ځله داسي پېښه سوې چي بعضي تلويزيونونو له سوشل ميديا څخه کوم خبر اخيستی، هغه يې خپور کړی، خو وروسته معلومه سوې چي هغه ناسم ؤ.»

په پاکستان کي د اينلايت لېب په نوم بسنټ د تخنيک له لاري د خلکو د پوهاوي او د دموکراتيکو ارزښتونو د خپرولو له پاره پر لارو چارو څېړني کوي. د دغه بنسټ کارپوه شفيق ګيګياڼي وايي چي د پاکستان ټولنه پر څو قشرونو وېشل سوې چي پر رسنيو يې د ايليټ قشر اغېز زيات ؤ. هغه زياتوي:«خو انټرنټ په پاکستان کي د رسنيو په برخه کي طبقاتي نظام له منځه وړی دی. دغه فرق په زياته بيا په ټاکنو کي و اړينو معلوماتو ته د لاس رسي پر وخت د همدغه انټرنټ په مرسته له منځه تللی دی.»

پاکستان چي نفوس يې تر ۲۰۰ مليونو انسانانو څخه زيات اټکل کيږي، پکښي تر بل هر وخت انټرنټ ته لاس رسی زيات سوی دی. د ګلوبل ديجيتل رپورت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په مياشت کي د دغه هيواد د ټول نفوس تقريبا ۲۱ سلنې (۴۴،۶ مليونه انسانانو) و موبايل انټرنټ ته لاس رسی او ۱۸ سلنې (۳۵ مليونه انسانان) يې په ټولنيزو رسنيو کي فعاليت درلود. دا په داسي حال کي چي په ۲۰۱۰ کال د نفوس نژدې ۱۰ سلنې انټرنټ کارولای سوای.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی