1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له هند سره په شخړه کي د م.م. د مداخلې غوښتنه کړې

۱۳۹۷ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

پاکستان له م.م. څخه غوښتي دي چې له هند سره يې د ترنگلتياوو په له منځه وړولو کې مرسته وکړي. د هند تر ولکې لاندي کشمير کې تر ځانمرگي بريد وروسته چې هند یې پړه پر پاکستان اچوي، د دواړو هيوادونو اړيکې لا پسي خرابي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3DdtG
Flagge Pakistan und Indien
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د هند لومړي وزير نريندرا مودي پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې د کشمير د خونړي بريد د «غښتلي ځواب» په تمه دي اوسي. پر هندي ځواکونو باندي د تيري پنجشنبې ورځي د خونړي بريد پړه پاکستان ميشته وسله والي ډلي اخيستې وه. تر دغي پيښي وروسته د دواړو اټومي قدرت لرونکو گاونډيو هيوادونو ترمنځ د شخړو د زياتېدو اندېښني زياتي شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتېرش ته ليکلي دي: «اړينه ده چې په چټکه توگه ستاسې پام د سيمې مخ پر خرابيدونکې امنيتي حالت ته را وگرځوم، کوم چې د هند له خوا د پاکستان پر ضد د زور کارولو د گواښ په نتيجه کې رامنځته شوی دی.»

هغه ليکلي دي: «ډېره اړينه ده چې د وضعې د آرامولو په موخه گامونه پورته شي. ملگري ملتونه بايد د ترنگلتياوو د له منځه وړولو له پاره لاس په کار شي.» هغه ويلي دي چي هندوستان د داخلي سياسي دلايلو له کبله قصداً دښمنۍ ته لمن وهي.

په دې منځ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولس ته په خپله يوه وينا کې وويل چې هند له شواهدو پرته تر بريد سملاسي وروسته پر پاکستان تور لگولی دی. د پاکستان لومړي وزير هند ته په دې برخه کې د همکارۍ وړاندیز وکړ او ویې ويل چې که هند د کشمير په ځانمرگي بريد کې د پاکستان د ښکيلتيا په اړه کوم شواهد لري نو وړاندې یې دې کړي.

 هغه زياته کړه: «زه نن د هند حکومت ته دا وړاندیز کوم چې موږ د پيښې په هلکه هر ډول پلټنو ته چمتو يوو. که ستاسو سره څه معلومات وي نو زموږ سره یې شریک کړئ، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې موږ به یې په رڼا کې عمل وکړو. او دا کار د کوم فشار له کبله نه، بلکې له دې امله کوو چې که څوک د ترهگرۍ له پاره زموږ خاوره کاروي نو هغه زموږ سره دښمني کوي.»

د پاکستان دغه غوښتنه له څو ورځو راهيسي د دغو دواړو رقيبو هيوادونو ترمنځ هغه کشمکش په نتيجه کې کيږي چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تر خونړۍ بريد وروسته رامنځ ته شوی دی. په دغه بريد کې د هند د نيمه پوځي ځواک ۴۰ کسان ووژل شول.

د بريد پړه جيش محمد وسله والي ډلي منلې ده چې ويل کيږي مرکز یې په پاکستان کې دی او غواړي چې د هند تر ولکې لاندي جمو او کشمير ایالت د پاکستان برخه شي. خو د پاکستان حکومت په دې بريد کې هر ډول ښکيلتيا رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر قريشي ويلي دي: «تر پلټنو مخکي یې پړه پر پاکستان اچول بې معنی خبره ده.» هغه زياته کړه: «له هند څخه دي په پلوامه کې د پيښي د پرانيستو او باور وړ پلټنو ترسره کولو غوښتنه وشي.»

قريشي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۸ نيټه) هند د دنهاک د جزا په نړيواله محکمه کې پر پاکستان تور پوري کړی چې يو هندي تبعه یې په غير عادلانه توگه د مرگ په سزا محکوم کړی دی. هند د خپل دغه وگړي چې کلبهوشن ياديو نوميږي او د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی، د سملاسي آزادولو غوښتنه وکړه. د جزا په نړيواله محکمه کې د دې محاکمې په جريان کې د هند حقوقي استازي هاريش سالوه وويل چې پاکستان نوموړي ته د ديپلوماتيکي ملاتړ د ترلاسه کولو اجازه نه ده ورکړې او په دې ترتيب یې د ويانا له کنوانسيون څخه سرغړونه کړې ده.

Pakistan Islamabad Kulbhushan Jadhav
هندی تبعه کلبهوشن ياديو په پاکستان کې د مرگ په سزا محکوم شویانځور: Reuters/F. Mahmood

د هند د سمندري ځواک پخوانی افسر کلبهوشن ياديو د ۲۰۱۷م کال په اپريل مياشت کې د پاکستان يوې پوځي محکمې د احتمالي جاسوسۍ له کبله د مرگ په سزا محکوم کړ. د ملگرو ملتونو په دې محکمه کې د هند وکيل زياته کړه چې د ۴۸ کلن ياديو محاکمه پر درواغو ولاړه وه او پر نوموړي لگول شوي تورونه بې بنسټه دي.

د پاکستان او هند تر منځ ترینګلتیا په داسې یوه وخت کې رامنځ ته شوې چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان، هند او چین ته په سفر وتلی دی.
سلمان پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له دغه هیواد سره د ۲۰ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړل. 

خو په اسلام آباد کې د شهزاده له پاره ګرانه وه، چې یوازې اقتصادي موضوعاتو ته توجه واړوي. ځکه چې په پاکستان کې سیاسي فضا ترینګلې وه. څو ورځي مخکي په کشمیر کې په یوه برید کې تر ۴۰ زیات د هند نيمه پوځیان ووژل شول. هند د دغه برید له پاره پاکستان ګرم وګاڼه، ځکه چې په خبره یي د دغه ترهګریز برید له پاره مسئوله یاغي ډله په پاکستان کې میشته ده. خو پاکستان دغه تورونه رد کړل. په عین وخت کې د اسلام آباد حکومت هم دغه ترهګریز برید غندلی دی.

د اوونۍ په پای کې د سعودي عربستان حکومت ویلي دي چې په دغه شخړه کې غواړي منځګړتوب وکړي. د ریاض له لوري ویل شوي ول چې «زموږ هدف دا دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا راکمه شي او داسې امکانات ولټول شي چې اختلافات په سوله ایز ډول غاړې ته کړی شي.»

خو د پاکستان په پرتله په هند کې د سعودي عربستان دیپلوماتیک ماموریت بریالی دی. له اوږدې مودې راهیسې هند د سعودي عربستان سوداګریز شریک دی. یوازې د رتناګري د نفتو د تصفیې په دستګاه کې سعودي عربستان څو میلیارده امریکايي ډالر پانګونه کړې ده. همداشان د زیربنا، سیاحت، دفاعي چارو او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د دواړو هیوادونو پانګونې له یو او بل سره تړلي دي. 

زموږ له آرشيف څخه: