1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې یو خر د سیاسي هدف له پاره سخت وهل شوی

۱۳۹۷ تیر ۲۶, سه‌شنبه

په پاکستان کې د سیاسي حریفانو له سیالۍ څخه آن حیوانات هم په آمان نه دي. په کراچۍ کې د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې پر یوه خر باندې سخت تشدد شوی. په ټولنیزو رسنیو دغه پيښه سخته غندل کیږي.

https://p.dw.com/p/31aD7
Pakistan Karachi - ACF Animal Rescue
انځور: ACF Animal Rescue

د پاکستان په میلیوني ښار کراچۍ کې د یوه سیاسي ګوند پلویانو د خپل سیاسي حریف نوم پر یوه خره ولیکه او پر هغه یې تشدد وکړ. په کراچۍ کې د حیواناتو د حقوقو له پاره کار کوونکي «اې سي اف انیمل ریسکیو» نومي سازمان پر خپله فیسبوک پاڼه د دغې پيښې په هکله لیکلي دي: «د یوه خر پر مخ او شا باندې ګوزارونه شوي، پوز یې مات شوی او دومره وهل شوی چې بې هوښه شوی. دا ټول د دې له پاره شوي چې یو ګوند [خر] ثابت کړل شي.»

خبریالې جویریه صدیقي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي: «جاهلو خلکو پر یوه معصوم حیوان نواز، ولیکه او تشدد یې پرې وکړ. خو د کراچۍ اوسیدونکي عبدالله محمود د دغه حیوان مرسته وکړه اوبه او ډوډۍ یې ورکړې او اوس دغه خر په اې اس اف کې تر درملنې لاندې دی.»

په کراچۍ کې یو شمیر کسانو پر دغه حیوان باندې تشدد سخت غندلی دی.

د حیواناتو د حقوقو سازمان اې سي اف، په وینا د عبدالله په نوم کس دغه خر په خراب وضعیت کې د سړک پر سر ولید. د هغه په مرسته خر د سهار پر درو بجو د حیواناتو له پاره جوړې شوې سرپناه ته یوړل شو او اې اف سي یې درملنه پیل کړه.

بینش جاویدو

زموږ له آرشیف څخه: