1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني ياغيان د افغانستان جگړې ته تياری نيسي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۱۷, یکشنبه

ویل کیږي چې پاکستاني یاغیان په افغانستان کې د هغوی په خبره یوې قومي جگړې ته د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته تیاری نیسي. د پلان له مخې، ټول بهرني جنگي ځواکونه به په راتلونکو ۱۶ میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/19djh
In this Sunday, Dec. 11, 2011 photo, masked Pakistani Taliban militants take part in a training session in an area of Pakistan's tribal South Waziristan region along the Afghan border. Associated Press reporter, photographer and videographer Ishtiaq Mahsud spent six days with fighters from the Pakistani Taliban close to the Afghan border. His account of their travels through South Waziristan offers a glimpse into an area that the Pakistani military claimed had been brought under control following an army offensive two years ago. (AP Photo/Ishtiaq Mahsud)
Islamisten Waziristan Islamismus Trainingscampانځور: AP

د FATA د څیړنیز مرکز مشر منصور محسود، وايي چې په تیرو دوو کلونو کې په پنجاب کې د هغو یاغیانو شمیر چې افغانستان ته د جگړې له پاره ورځي درې برابره ډیر شوی دی. د منصور سازمان په اسلام آباد کې میشت دی او د پاکستان او افغانستان د پولو په اوږدو کې د میشتو یاغیانو په اړه څیړنې کوي.

پخپله منصور د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی دی. هغه وايي چې په دې سیمه کې تر۱۵۰ زياتي د یاغیانو ډلې فعالیت کوي. د دغو ډلو له جملې څخه ډیري یې د وزیرستان په غرنۍ سیمه کې میشته دي. ویل کیږي چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري، هم اوس په همدې سیمه کې دی.

تر دې مخکې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې لږ پنجابي جنګیالي میشته ول خو منصور وایي چې اوس په دې سیمه کې د دغو جنګیالیو شمیر لوړ شوی دی. هغه وایي: «پخوا به هغوی [پنجابي جنګیالي] پټ ګرځیدل. خو په وروستیو دوو درو کلونو کې په سلونو پنجابیان دې سیمې ته راغلي دي.» هغه زیاته کړه: «ټول پوهیږي چې کله امریکایان له افغانستان څخه ووځي نو په دې هیواد کې به د پښتنو او نورو قومونو تر منځ جګړه پیل شي.»

د «لشکرې جنګهوي» ډلې یوه غړي چې خپل ځان احمد ضیا صدیقي ښيي، د اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ به افغانستان ته ولاړ شو او هلته به د پخوا په شان د طالبانو تر څنګ وجنګیږو.»

دغه جنګیالي روښانه کړه چې لا تر اوسه پورې افغان طالبانو له هغوی څخه مرسته نه ده غوښتې خو د هغه په خبره که چیرې مرسته ځنې وغوښتل شي نو دوی په افغانستان کې د جنګیدو له پاره چمتو دي. د اسوشېتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې لشکر جنګهوي ډیر وخت مذهبي بریدونه ترسره کوي چې تر ډیره ځايه شیعه مسلمانان پکې وژل کیږي.

زاهد حسین چې په پاکستان کې یې د تاوتریخوالي په اړه کتابونه لیکلي دي وایي چې په پنجاب کې د یاغیانو لږ تر لږه شل ګروپونه فعال دي. هغه زیاتوي چې په عین حال کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې هم د دغو یاغي ډلو شمیر د لوړیدو په حال کې دی: «آن که په افغانستان کې یو توافق هم رامنځ ته شي نو ډیر شمیر کسان به خپلې جګړې ته دوام ورکړي. هغه کسان چې [په افغانستا کې] د یوه توافق مخالفت کوي ډیر یې پاکستاني یاغیان دي.»

«له افغانستان سره په سرحد کي په پاکستاني خاوره کي د تروريستانو د روزني کمپ»
«له افغانستان سره په سرحد کي په پاکستاني خاوره کي د تروريستانو د روزني کمپ»انځور: AP

حسین وویل چې هغه په وروستیو وختونو کې وزیرستان ته سفر کړی وو او سیمه ییزو قومي مشرانو ورته د هغوی په سیمو کې د پنجابي یاغیانو د نفوذ خبر ورکړی وو.

د پاکستان نوي حکومت هم ویلي دي چې د یاغیانو پر ضد به په جدي تدابیرو ونيسي. د پاکستان د نوي ملکي حکومت مشر نواز شریف، تیره میاشت په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: «پاکستان نور دغه وضعیت نه شي زغملای.» دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان د نوازشریف پر حکومت باندې تور لګوي چې د یاغیانو د ټکولو په موخه لازمو اقدامات نه کوي.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند په پنجاب ایالت کې سیمه ییز حکومت لري خو بیا هم په دې سیمه کې د یاغیانو مرکزونه د پراخیدو په حال کې دي او حکومت یې د مخنیوي په موخه لازم اقدامات نه کوي. د دفاعي چارو څیړونکي عایشه صدیقي، وايي چې په القاعدې پورې تړلې «جیش محمد ډله» اوس په پنجاب کې خپل فعالیتونه لا پراخوي او لا لوی مدرسیې جوړوي. هغه وایي چې دغې ډلې سیمه ییز اوسیدونکي افراطیت ته رابللي دي او مشر يې په آزاد ډول تګ راتګ کوي.

اغلې صدیقه وایي چې په پنجاب کې ډیري داسې جهادي ډلې شته چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «پنجابي جهادیان د افغانستان په جګړه او په سیمه کې د لویدځې نړۍ پر حضور باندې سختې نیوکې کوي.» دغه کارپوهه وایي چې پنجابي جهاديان غواړي چې د افغانستان په جګړه کې برخه واخلي ترڅو له اسلام څخه د هغوی د تعبیر له مخې «لوړو درجو ته ورسیږي».

په همدې حال کې په اسلام آباد کې د پالیسیو د څیړنې له مرکز څخه ډاکټره سیمباد خان، ټینګار کوي چې پاکستان نه غواړی، افغانستان یو ځل بیا د۱۹۹۰ کلونو په شان له ورته وضعیت سره مخامخ شي. دغه کارپوهه وایي که چیرې پاکستان د یاغیانو پر ضد په جدي اقدامات وکړي نو پخپله به له ستونزو سره مخامخ شي.

هغه وايي: «موږ پوهیږو چې هغوی [یاغیان] چیرې دي. موږ کولای شو چې پر ټوله سیمه بمونه وغورځوو. دغه کار به د افغانستان ستونزې حل کړي، خو موږ به له کوم وضعیت سره مخامخ شو؟ موږ کیدای شي په دې کار سره د افغانستان ستونزې حل کړو خو پخپله به د ۴۰ کلونو له پاره له ستونزو سره لاس او ګریوان یو.»