شخړي
پخوانی نطاقه مينه منگل ووژل سوه
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبهاعلان
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي دي چي د تلويزيون پخوانۍ نطاقه او د ولسي جرگې د کلتوري چارو مشاوره مينه منگل د شنبې په ورځ کار ته پر لار نامعلومو کسانو وژلې ده.
هغه ويلي دي چي يو يا څو وسله وال چي پر هغې باندي يې ډزي کړي دي د پيښي له سيمي په تېښته بريالي سوي دي. د کابل پوليسو د پيښي په اړه پلټني پيل کړي دي.
د ميني د وژلو پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستي. د کابل پوليسو ويلي دي چي دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي قتل يو تروريستي عمل او که د شخصي شخړي پايله ده.
دواړي ډلي وسله وال طالبان او داعش په کابل کي بريدونه کوي.
(N.Z/S.N(AP