1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسرائيلو له فلسطينه توغندي توغول سوي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

د فلسطين وسله والو ډلو د اسرائيلو له گواښ سره سره بيا هم پر اسرائيلو باندي توغندي توغولي دي. تر دې دمخه اسرائيلو له غزې تراډي سره په سرحد کي خپل ځواکونه نور هم پياوړي کړي ول.

https://p.dw.com/p/1CVXo
انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

د اسرائيلو د پوځ په حواله د دغه هيواد پر جنوبي برخه باندي ۴ توغندي توغول سوي دي. د دغو توغنديو يوه يې د توغنديو د دفاع سيستم په مرسته شنډه سوې او درې نوري يې پر يوه ډاگ باندي لگېدلي دي.

له غزې تراډي سره په سرحد کي اوسېدونکو اسرائيليانو ته ويل سوي دي چي ځانونه خوندي وساتي.

نتانياهو گواښ کوي

اسرائيلو د پنجشنبې په ورځ په دې دليل چي له غزې تراډي څخه پر پر دوی باندي د توغنديو د توغولو مخه ونيسي د دغي سيمي په سرحد کي خپل ځواکونه نور هم تقويه کړل.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامن نيتانياهو، گواښ کړی دی چي که له غزې څخه د اسرائيلو پر جنوب باندي د توغنديو توغول دوام ومومي پوځ به يې اقدام وکړي.

د اسرائيلو پوځ د معلوماتو له مخي د پنجشنبې په ورځ له غزې تراډي څخه پر اسرائيلو باندي نزدې ۴۰ توغندي توغول سوي دي. له دغو توغنديو څخه دوې يې په سرحدي ښار گوټي سدروت کي پر دوو کورونو باندي لگېدلي دي خو د تلفياتو په اړه يې راپور ورکړل سوی نه دی.

دواړه اړخونه پړ دي

د اسرائيل پوځ يوه وياند ويلي دي «زموږ کړه وړه هر وخت هدفي وي، څو وضعيت آرام سي. خو له بله اړه بايد سړی اماده وي، چي له هغه بله اړخه وضعيت خراب نه سي. هغه ټينگار کړی دی چي اسرائيل هيڅ علاقه نه لري چي جنجال ته پراختيا ورکړي.

خو د غزې اوسېدونکي بيا بل څه وايي، په غزه کي د حماس پر تندلاري ډلي باندي د اسرائيلو په هوايي بريد کي ۱۵ انسانان ټپيان سوي دي. د دغي ډلي يوه وياند اسرائيل په دې تورن کړی دی چي گویا له ۲۰۱۲ کال راهيسي لگېدلی اوربند يې مات کړی دی.

د حماس يوې وسله والي ډلي عزالدين قسام، يوه وياند گواښ کړی دی چي دوی به د اسرائيلو دغه عمل ته جواب ووايي. اسرائيلو او حماس دوه کاله دمخه يوه اته ورځنی جگړه کړې وه.

په بيت المقدس کي تاوتريخوالی
په بيت المقدس کي تاوتريخوالیانځور: Ilia Yefimovich/Getty Images

اسرائيلو د فلسطين وسله والي ډلي د درو تنو يهودي مذهبي زده کوونکو په تښتولو او وژلو تورني کړي دي او د غچ اخيستلو گواښ يې کړی وو. د چهارشنبې په ورځ بيا بيت المقدس ته نژدې د يوه ۱۶ کلن فلسطيني مړی موندل سوی دی. اوس داسي گومان کيږي چي کېدای سي دا د غچ اخيستلو يو عمل وي.

د جمعې په ورځ د نوو تاوتريخوالي گواښ سته؟

د دغه ۱۶ کلن ځوان د کورنۍ او پوليسو د معلوماتو له مخه د هغه مړی نن سهار وختي خپلي کورنۍ ته سپارل سوی دی او داسي اټکل کيږي چي د هغه د جنازې تر مراسيمو وروسته به د زور زياتي بله څپه راسي. په تيرو ورځو کي په بيت المقدس کي له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې وسوې.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ عکس العمل ته په کتو سره د پيسو نړيوال صندوق پر اسرائيلو باندي ږغ کړی دی چي پر غزې تراډي باندي کلابندي نرمه کړي. دوي ويلي دي چي په دغه سيمه او د اردن سيند په لوېديځه غاړه کي تقريباً هر دوهم ځوان کار نه لري.