1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر افغانستان د ایران او امریکا د ترینګلتیا ناوړه اغیز

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلتیا د بندیزونو له پراخیدو سره، ډیره شوې ده. امریکا د افغانستان تر ټولو لوی ستراتیژیک ملګري او ایران یې ګاونډی دی. د دواړو هیوادونو تر منځ روانې شخړې پر افغانستان څه اغیزې لري؟

https://p.dw.com/p/3IHjk
USA Iran Konflitk l USA verhängen Sanktionen gegen Iran
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

په افغانستان کې د امریکا او ایران تر منځ د ترینګلتیاو اقتصادي اغیزې همدا اوس هم مشهودې دي. ایران، تر پاکستان وروسته د افغانستان تر ټولو لوی اقتصادي ملگری دی. د افغانستان د تجارت او صنایعو خونه، وايي چې پر ایران د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو له پراخیدو سره اوس دې هیواد ته د چابهار بندر له لارې د افغانستان صادرات هم ستونمن شوي دي.

که څه هم تر دې مخکې دغه بندر د امریکا له بندیزونو معاف دی، خو د سوداګري او صنایعو خونه وايي چې اوس له دې لارې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري د عمل په ډګر کې زیانمنه شوې ده.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي، دویچه ویله ته وویل: «نړیوال بانک او نور امریکایي بانکونه د جابهار له لارې” لیتر اوف کریدیتونه” نه پرانیزي له همدې کبله هغه محمولې چې د ایران له لارې تیریږي که هغه د چابهار له طریقه وي که بندرعباس، بندې دي.»

د الکوزي په خبره تر دې مخکې د چابهار له لارې هندوستان ته د استولو شویو دوو تجارتي محمولو پیسې د حوالې له لارې لیږدول شوې وې. پر دې سربیره افغانستان خپل د اړتیا وړ ۳۵ سلنه د سون او ساختماني مواد له ایران څخه واردوي. د نویو تحریمونو له کبله دغه واردات هم زیانمن شوي چې په پایله کې یې په افغانستان کې د نفتو بیې لوړې شوې دي. الکوزي په دې اړه وویل: «دا چې چابهار له بندیزونو خلاص وو، زموږ له پاره ډیره مهمه وه خو اوس په عملي توګه روښانه نه ده چې دغه بندر له بندیزونو معاف دی او که نه او له دې کبله اوس له دې سیمې زموږ واردات او صادرات بند دي.»

ایران د افغانستان له لارې پر امریکا څه ډول فشار راوړی شي؟

که پر ایران باندې اقتصادي فشارونه ډیر شي او یا هم پوځې نښتې وشي نو دا به هم پر افغانستان ناوړه اغیز ولري، دا ځکه چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې پراخ پوځي حضور لري.

پر دې سربیره یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې که د بندیزونو له کبله پر ایران باندې د امریکا فشارونه ډیر شي، نو تهران به په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ له پاره یوه پلمه په لاس راوړي. د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي، په دې اړه وویل: «که دغه بندیزونه دوام ومومي نو په افغانستان کې به د ایران او امریکا مخالفتونه هم دوام ومومي. دا افغانستان او خلکو ته یې ضرر رسوي.»

تیره ورځ هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عرقچي، ویلي وو چې که د بندیزونو له کبله د ایران د نفتو صادرات صفر ته راکښته شي نو په دې هیواد کې له میشتو شاوخوا درو میلیونو افغان مهاجرو څخه به وغواړي چې دغه هیواد پریږدي.

ش.ا/ م.ج