1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ايران د ممکنه بريد په اړه تبصرو لا زور اخستی

۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبه

د اسراييلو رسنۍ، سياستوال او څېړونکي، د يوې اونۍ راهيسي د ايران د اټومي تاسيساتو پر ضد د ممکنه بريد پر سر تبصرې کوي. خو دغه هيواد او ملاتړي يې لا کوم ګډ دريځ نه دی غوره کړی.

https://p.dw.com/p/136SP
د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان به د ايران د اټومي پروګرام په اړه خپل راپور د چهارشنبې په ورځ وړاندي کړي
د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان به د ايران د اټومي پروګرام په اړه خپل راپور د چهارشنبې په ورځ وړاندي کړيانځور: Jürgen Sorges / AP / DW

د اسراييلو ولسمشر، شيمون پيرس، ويلي چي ايران د اسراييلو او نړۍ له پاره يو ستر ګواښ دی. دا په داسي حال کي ده، چي په هغه هيواد کي په دې اړه داسي بحثونه تاوده سوي، چي ګواکي د ايران پر اټومي تاسيساتو دي بريد وسي.

پيرس د يکشنبې په ورځ د اسراييلو د شمال په يوه کلي کي، د مشرانو سره تر غونډي وروسته ويلي، « ايران هم د اسراييلو او هم د نوري نړۍ له پاره ستر گواښ دی.»

د اسراييلو مشران د هيواد په دننه او دباندي کي د رسنيو له لاري د داسي خبرو هڅي کوي چي پر ايران لا نور هم فشارونه زيات سي، تر څو خپل اټومي پروګرام ودروي.

د اسراييلو د دفاع وزير، ايهود بارک، د سي اين اين له تلويزوني شبکي سره په يوه مرکه کي ويلي، چي ايران هوډ کړی، پوځي اټومي طاقت وگرځي.

هغه په خپلو خبرو کي زياته کړې، چي نړيوال، چي څه کول غواړي ايران د نړايوالو خطا ايستولو ته چمتووالی نيسي.

د يو اړخيز عمل په هکله خبرداری

پيرس په خپلو خبرو کي دا هم ويلي دي، چي اسراييل به د ايران پر ضد په نړيواله سطحه د همږغۍ له پاره هڅه وکړي او اسراييل به په يوازي سر د ايران پر ضد کوم اقدام و نه کړي.

د اسراييلو د څارګرو ادارو د ټولو مشرانو په شمول د موساد د استخباراتي شبکې پخواني مشر، ميردګان، څو مياشتي د مخه لا پر دې خبره ټينګار کړی وو، چي د ايران د اټومي تاسيساتو پر ضد بريد به يو ښه عمل نه وي، او دا به په سيمه کي د يوې پراخي جګړې ګواښ رامنځ ته کړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير هم د يکشنبې په ورځ د اروپا د يوې راډيو« اروپا ون » سره په خبرو کي ويلي، چي هر څه بايد په داسي طريقه سرته ورسيږي، چي د بيرته پر شاتګ مخه ونيول سي.

هغه ويلي چي موږ به د اقتصادي بنديزونو په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکړو، ځکه چي پوځي مداخله کيدای سي، چي په ټوله سيمه کي بې ثباتي رامنځ ته کړي.

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان به د ايران د اټومي پروګرام په اړه خپل راپور د چهارشنبې په ورځ وړاندي کړي. خو ددې راپور تر خپرېدو دمخه، د راپور ځيني برخي رسنيو ته رسېدلي دي.

تر دې دمخه دغه سازمان د ايران د يورانيمو د غني کولو پروګرام ته پام اړولی و، چي د هغوی په وينا، د ملکي چارو له پاره له دغه پروګرام څخه کمه ګټه اخيستل کيږي.

دغه نوی راپور د هغو تورونو په اړه دی، چي ايران غواړي له دغه موادو څخه د اټوم بم په جوړولو کي ګټه اخلي.

په عيني وخت کي د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، د مصر د الاخبار سره په يوه مرکه کي اسرایيل او امريکا په دې تورن کړي، چي غواړي پر ايران باندي د پوځي بريد له پاره نړيوال ملاتړ خپل کړي. خو هغه ويلي، چي موږ به دداسي يو گام پورته کولو له پاره چا ته اجازه ورنه کړو.

دويچه ويله/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل