1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ایران باندې بندیزونه د چابهار پروژه له ګواښ سره مخ کوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

د ایران له اتومي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان او پر تهران باندې د اقتصادي بندیزونو بیا وضع کیدل به ښايي د افغانستان هغه ستره اقتصادي پروژه له ګواښ سره مخ کړي چې د دې هیواد د اقتصاد له پاره اساسي ستنه ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2y1pT
Iran Rohani, Modi und Ghani in Teheran
انځور: IRNA

د هندوستان له ملاتړه برخمن په ایران کې د چابهار بندر اوسمهال په وچه کې د بند افغانستان د سوداګریزو فعالیتونو په یوه مهمه ترانزیتي لار بدلیدونکی دی او ممکن له دې لارې به افغانستان په کلني ډول میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي. سربیره پر دې د دې پروژې د عملي کیدو په صورت کې افغانستان پر خپل بل ګاونډي پاکستان باندې له تکیې څخه خلاصیږي.

په خپلو پښو باندې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په دریدو سره به ښايي کابل له مالي پلوه د نړیوالې ټولنې د اوږې له بار هم ښکته شي. سربیره پر دې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو له کبله ښايي د دې هیواد د تریاکو سکتور هم کمزوری شي کوم چې د طالبانو له پاره یو له مهمو عایداتي سرچینو څخه شمیرل کیږي.

خو د دې ټولو سربیره، پر ایران باندې د ترمپ لخوا د اقتصادي بندیزونو وضع کیدل او د هغو مالي بنسټونو جریمه کیدل چې له تهران سره سوداګریزې اړیکې ولري، ښايي دغه څه د چابهار بندر هم تر خپلې سیورې لاندې ونیسي. دا ځکه چې د چابهار پر بندر باندې لا هم پانګونه روانه او ښايي په دې مهمه اقتصادي پروژه کې ښکیل بانکونو د امریکا د اقتصادي بندیزونو او جریمو څخه د خلاصون په موخه له پانګونې لاس په سر شي.

یو لوړپوړی هندي ډپلومات په دې هکله وايي: «د ولسمشر ترمپ پریکړې موږ بیرته د پیل ټکي ته راوستلو او اوس باید موږ له پیله یو ځل بیا د چابهار بندر د استفادې او شرایطو پر سر خبرې وکړو.» نوموړي هندي دپلومات په دې هکله زیاته کړې چې د [چابهار] لار به د ایران، افغانستان او هندوستان د سوداګري اوسنی حالت ته ډیر تغیر ورکړي خو اوس هرڅه له بې سرنوشتی سره مخ دي. سپینې ماڼۍ په دې هکله د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

Iran Hafen von Chabahar
انځور: A. Kenare/AFP/Getty Images

د افغانستان، هندوستان او ایران ګډه ستره اقتصادي پروژه یعنې د چابهار بندر د رغولو چارې په ۲۰۱۶م کال کې پیل شوي او دغه پروژه په دې ترڅ کې له څه نا څه خنډونو سره مخ شوې. د هندوستان له لوري افغانستان ته د غنمو د ورکړې پرته لا هم له دې لارې تر اوسه پورې ډیره سوداګري نه ده شوي. ټاکل شوې چې له افغانستان څخه هندوستان ته د وچو میوو لومړني صادرات به هم د جولای میاشتې څخه مخکې صورت و نه نیسي.

د دې پروژې له چارو خبر یوې سرچینې ویلي چې د بندر د جوړلو له پاره ګمارل شوي لږ تر لږه درې شرکتونو تر اوسه پورې خپلې چارې ځنډولي. په دې شرکتونو کې دوه چینايي او یو فنلنډي دي او د دې کار دلیل د تضمین شوو پیسو د تائید څخه مخکې بانکونو له واشنګټن څخه د اجازې غوښتنه په ګوته شوې ده.

سربیره پر دې، افغان سوداګرو چې د پاکستان د کراچۍ د سوداګریز بندر د بدیل په تمه وو، اوس له مالي سیستم څخه ځانونه لیري ساتي او تر ډیره پورې د سوداګریزو راکړو ورکړو له پاره د پیسو د عنعنوي لیږد یا حوالو باندې تکیه کوي، کوم چې د یوه اقتصاد د غښتلي کولو له پاره هیڅ راز اغیزمنتیا نه لري.

د چابهار بندر پروژه د ترانسپورتي او د انرژۍ په برخه کې د هغو پروژو له جملې څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او د دې هیواد د میلیاردونو ډالرو ارزښت لرونکي د طبیعي زیرمو د انکشاف او استخراج له پاره اړین ګڼل کیږي.

د پاکستان د خاورې څخه نه استفاده کول، د چابهار بندر د افغانستان او هندوستان او همدا راز د سیمې د هیوادونو د اړیکو د غښتلي کولو له پاره یوه ډیره مهمه پروژه شمیرل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ډیرې ترینګلي شوي او تیر کال د اړیکو د خرابوالي له امله د دې دواړو ګاونډیو هیوادونو سوداګریزه لار د شاوخوا ۵۰ ورځو له پاره تړل شوې وه.

د متحده ایالاتو په نیویارک پوهنتون کې د نړیوالې مرستې په برخه کې کارپوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو پخوانی مشاور بارنیت روبین بیا په دې نظر دی چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د هند د شمولیت یواځینی لار هغه د چابهار بندر دی. هغه زیاتوي چې د ایران په هکله زموږ پالیسي او سیاست زموږ د افغانستان د پالیسۍ سره په ټکر کې ده.

Iran Rohani, Modi und Ghani in Teheran
انځور: IRNA

بهرنۍ مرستې

د طالبانو د رژیم تر پرزیدو ۱۷ کلونه وروسته، افغانستان لا هم د نړۍ یو له بې وزله هیوادونو څخه دی او دغه هیواد لا هم تر ډیره پورې پر نړیوالو بهرنیو مرستو باندې تکیه دی.

د پیسو د نړیوال سازمان یا «آي. ایم. ایف» د معلوماتو له مخې افغانستان د تریاکو د صادراتو پرته چې کچه یې په کال کې شاوخوا ۲ میلیارده ډالرو ته رسیږي، د دې هیواد عمده صادرات وچه او تازه میوه او قالینې دي چې د دې ټولو ارزښت د نشيي توکو د سوداګرۍ یوه برخه هم نه پوره کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې ټاکل شوې وه چې افغانستان به د چابهار بندر له لارې کرهنیز حاصلات لکه انار او انګور صادر کړي او په دې توګه د هندوستان لخوا جوړه شوې د افغانستان په خاوره کې به له یوې لویې لارې هم ډیره ګټه پورته کړي. بیا وروسته به د دغو صادراتو په غوړیدو سره د افغانستان طبیعې زیرمو ته هم انکشاف ورکړل شي د کوم له پاره چې ولسمشر ترمپ د پانګونې علاقه څرګنده کړې.

د هندوستان له پاره دا په دې معنی وه چې دغه هیواد پلان درلود چې د حاجي ګګ د اوسپنې د معدن د استخراج له پاره به له چابهار بندر څخه تر دغه معدن پورې په راتلونکې کې جوړیدونکې د اورګاډي له پټلي هم ګټه پورته کړي. هندوستان د حاجي ګګ د اوسپنې د معدن قرارداد ترلاسه کړی دی.

سربیره پر دې د چابهار د جوړونې او پرمختګ د چارو په درولو سره امریکا متحده ایالات به افغانستان یو ځل بیا د پاکستان لاسونو ته ورکړي او په دې کار سره به افغانستان یو ځل بیا د کراچۍ د ګوادر بندر له لارې له ټولې نړۍ سره خپلې سوداګریزې چار پرمخ یوسي.

Iran Einweihung des Hafens von  Chabahar durch Hassan Rouhani
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/E. Noroozi

که چیرته دغه کار وشي، په پاکستان کې افغان یاغیانو ته د پټنځای په برابرولو او له ترهرګریزو ډلو څخه د ملاتړ له امله د ولسمشر ترمپ بل هغه هدف چې غواړي پر اسلام آباد فشار راوړي، له ګواښ سره مخ شي. ولسمشر ترمپ په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري یاغیانو ته د ملاتړ له امله پر اسلام آباد سختې نیوکې کړي او له همدې امله یې پر پاکستان د امریکا متحده ایالاتو میلیونونه ډالره مرستې هم بندې کړي دي.

په عین حال کې افغان لابي کونکو د چابهار بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ د استثنا په هکله ډیرې هڅې کړي خو تر اوسه پورې یې کومه نتیجه نه ده ترلاسه کړې او د واشنګټن د وضاحت په تمه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناعیو د خونې اجرائیه مشر عتیق الله نصرت په دې هکله وايي: «اوس نا څرګندوالی دا دی چې موږ نه پوهیږو چې له چابهار بندر سره به څه پیښ شي. موږ تر اوسه په دې هکله څه نه دي اوریدلي او دا په دې معنی ده چې موږ باید انتظار وباسو او وینو چې څه پیښيږي.»