1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر حدیده باندې د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف بریدونه

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په یمن کې د جګړې له پیل راهیسې د حدیده بندر د نیولو له پاره خپله ستره حمله پیل کړې ده. حدیده له بهرنۍ نړۍ سره د حوثیانو یوزانۍ ارتباطي لاره ده.

https://p.dw.com/p/2zUTK
Jemen | bomardierter Hafen von Hodeida
انځور: Reuters/A. Zeyad

د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په یمن کې د حدیده بندر د نیولو له پاره هوایي بریدونه پیل کړي دي. په تبعید کې د یمن دولت اعلان کړی دی چې د دغه ائتلاف جنګي جېټ الوتکو او بیړیو د یمن د ځمکنې ځواکونو په ملاتړ پر حدیده بندر برید کړی دی. حدیده د یمن ستر بندر او د دغه هیواد حیاتي ښاهرګ بلل کیږي چې د حوثیانو په ولکه کې دی.

په ۲۰۱۵م کال کې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو راهیسې دا لومړی ورار دی چې د سعودي په مشرتوب پوځي ائتلاف پر هغه یوه ستر ښار د بیرته نیولو له پاره حمله کوي چې د حوثیانو له لوري کنترولیږي.

د دغې حملې هدف د حوثي یاغیانو ضرورت وړ شیانو ته د لاس رسي قطع کیدل ښوول کیږي، څو هغوی له دې لارې پر شاتګ او د خبرو اترو میز ته کښیناستو ته وادراه کړای شي.

دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې حوثي یاغیانو د متحدو عربي اماراتو له لوري له حدیده بندر څخه د وتلو له پاره ټاکل شوی مهلت مراعات نه کړ.

د حوثي یاغیانو مشر محمد علي الحوثي، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ته خبرداری ورکړی دی او د ټویټر په پیغام کې یې لیکلي دي چې ځواکونو د ائتلاف یوه کښتۍ په نخښه کړې ده. هغه ترمخه ګواښ کړی وو چې د تیلو هغه تانکرونه چې په سره سمندرګي کې تګ راتګ کوي، په نخښه کړي.

د المسیره تلویزون چې په یاغیانو پورې اړه لري رپوټ ورکړی دی چې دوه توغندي پر یوې کښتۍ لګیدلي دي، خو ائتلافي ځواکونو دغه خبر نه دی تائید کړی.

په یمن کې د ملکیانو د وضعیت په هکله اندیښنه

تر دې دمخه ملګرو ملتونو هڅه کړې وه چې د یمن د کړکیچ دواړه لوري یوه توافق ته په رسیدو باندې قانع کړي، څو پر حدیده باندې له برید څخه ډډه وشي. داسې اندیښنې شته چې پر حدیده به برید خوراکي، توکو، د سوند موادو او دراو درملو ته د یمن د خلکو لاس رسی نور هم سخت او په دغه هیواد کې به لا بشري کړکیچ سبب وګرځي.

د اټکلونو له مخې شا او خوا ۶۰۰ زره کسان د حدیده بندر په سیمه کې ژوند کوي او جګړی کیدای شي په یوه خراب حالت کې د ۲۵۰ زرو ملیکانو ژوند په خطر کې واچوي او په یمن کې په میلیونونو انسانا خوړو او دارو درملو ته له لاس رسي څخه محروم کړي.

حوثي یاغیان چې ویل کیږي د ایران له ملاتړه برخمن دي په ۲۰۱۵م کال کې په یمن کې واک په لاس کې واخیست او د جمهور رئیس په لیرې کولو سره یې د پلازمېنې صنعا، کنترول تر لاسه کړ. حوثي یاغیان دا تورونه ردوي چې ګنې له ایرانه دستور اخلي. د حدیده بندر په سره سمندرګي کې موقعیت لري او له بهرنۍ نړۍ سره د حوثیان د ارتباط یوازینې سمندري لاره ده.

زموږ له آرشیف څخه: