1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سعودي عربستان د حوثیانو توغندويي برید درې کسان وژلي

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

پر سعودي عربستان باندې د حوثي یاغیانو د یوه توغندويي برید په پایله کې درې کسان وژل شوي. د سره صلیب نړیوالې ادارې بیا له بندري ښار حدیده څخه د ائتلافي ځواکونو د ځوابي برید له امله خپل کارکوونکي ایستلي دي.

https://p.dw.com/p/2zEA2
Jemen Propagandabild Huthi Rebellen Raketenbeschuss Saudi Arabien
انځور: Reuters/Houthi Military Media Unit

د سعودي عربستان د دولتي رسنۍ په حواله د شنبې په شپه له یمن څخه د حوثي یاغیانو په لاس توغول شوي یوه توغندي د سعودي عربستان په جنوب کې درې ملکیان وژلي دي. د یادې رسنۍ په حواله دغه درې ملکیان د سعودي عربستان په جنوبي ولایت جزان کې وژل شوي چې له یمن سره ګډه پوله هم لري.

په عین  وخت کې تیره میاشت حوثیانو د سعودي عربستان پر پلازمینه ریاض باندې هم یو لړ توغندويي بریدونه وکړل او د دوی په حواله غوښتل یې چې د دې هیواد اقتصادي هدفونه تر برید لاندې ونیسي.

د ایران له ملاتړه برخمن حوثي ډله اوسمهال د یمن د پلازمینې صنعا په ګډون د دې هیواد زیاتره برخې کنترولوي. یادې ډلې په دې وروستیو میاشتو کې د سعودي سلطنت پر خاوره توغندويي بریدونو ته زور ورکړی دی.

په یمن کې له دریو کلونو اوږدې جګړې ته تر ډیره پورې د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جګړې د یوې برخې په توګه کتل کیږي.

سربیره پر دې د امریکا متحده ایالاتو له ملاتړه برخمن د سعودي عربستان په مشرۍ یو پوځي ائتلاف د یمن د ولسمشر عبدالرب منصور هادي په استازیتوب له حوثي یاغیانو سره جنګیږي. د یمن ولسمشر منصور هادي اوسمهال په جلاوطنۍ او په سعودي عربستان کې ژوند کوي.

د پنجشنبې په ورځ د سره صلیب نړیوال سازمان بیا ویلي چې دوی له یمن څخه خپل ۷۱ کارکوونکي د امنیتي ګواښونو له امله جیبوتي ته انتقال کړي دي. دغه خیریه سازمان همدا راز د یمن په جګړه کې پر ښکیلو ټولو غاړو غږ کړی چې د دوی د امنیت تضمین دې وکړي ترڅو دوی د روغتیا، اوبو رسونې او د خوراکي توکو د مرستې په برخه کې خپل پروګرامونه پلي کړي. د دې سازمان په حواله دغه پروګرامونه د دوی د کارکوونکو د یوې برخې تر ایستلو وروسته له ګواښ سره مخ دي.

د بریدونو انتظار

له یوې مودې راهیسې د یمن په بندري ښار حدیده باندې د برید امکان ډیر قوي دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په برخه کې یوه لوړپوړي چارواکي د جعمې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۸ نیټه» ویلي وو چې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف له لوري د یمن پر حدیده ښار باندې پوځي بریدونه به د شاوخوا ۲۵۰ زره انسانانو ژوند واخلي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې ګډ ځواکونه د حوثیانو تر ولکې لاندې حدیده ښار څخه یوازې ۲۰ کیلومتره فاصله لري. نوموړي د دغه بندي ښار د نیولو د پلان په هکله جزئیات ورنکړل. دغه بندري ښار په یمن کې د روانې وچکالۍ او وبا ساري ناروغۍ سره د مبارزې له پاره د توکو او درملو د راوړلو اصلي لار ګڼل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: