1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر فیسبوک عطا محمد نور ته د مرتضوي ځواب

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

عطا محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي باید د نورو «سپکاوی او فحاشي» و نه کړي، خو د ولسمشر غني ویاند شاه حسین مرتضوي، بیا په غیر مستقیم ډول د دې موضوع پړه پخپله پر نور اچولې ده.

https://p.dw.com/p/3Kanw
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجراييه رییس عطا محمد نور، د شنبې په ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه باندې په یوه خپور شوي پیغام کې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتي دي چې «د افکارو تضاد دې له عقلانیت سره مدیریت کړي» او د «نقد په پلمه سپکاوی او فحاشي» و نه کړي.

د هغه په خپور شوي پیغام کې راغلي دي: «د سیاسي او حکومتي رهبرانو تر لیکنو لاندې فحاشي او د حرمت تر پښو لاندې کول په دې [ټولنیزو] شبکو کې په یوې متداولې موضوع بدله شوې ده او ځینې وختونه انساني اخلاق او د قلم عفت هم د شخصي او سیاسي اغراضو قرباني کیږي.»

هغه ټینګار کړی دی چې دغه وضعیت باید بدل شي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي باید د «نقد په پلمه سپکاوی او فحاشي ونه کړي».

نور په خپله لیکنه کې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د «مستعارو کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه فیسبوک کارونه عامه شوې ده». هغه روښانه کړې چې که څه هم تر لیکنو لاندې یې له سپکاوي د ډکو لیکنو د پاکولو امکان شته خو دی ټولې په خپل حال پریږدي.

Afghanistan Präsident Shah Hussain Murtazawi
شاه حسین مرتضوي په غیر مستقیم ډول پر عطا محمد نور نیوکه کړې.انځور: Handout/Murtazawi

عطا محمد نور، چې پخپله هم د سختو خبرو په کولو شهرت لري، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي، غبرګون راپارولی دی. هغه تر همدې لیکنې لاندې په غیر مستقیم ډول د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له خوا د کارول شویو «کلماتو پړه» د بلخ پر پخواني والي اچولې ده. مرتضوي لیکلي دي: «یو شمیر سیاسي مشرانو د نفرت، فحاشي، تورونو او کنځلو د ادبیات په تولید کې برجسته نقش لرلی دی.»

مرتضوي که څه هم پخپله لیکنه کې د عطا محمد نور نوم نه دی اخیستی خو ځینې هغه کلمات یې یاد کړي چې دغه پخواني والي او یو شمیر نورو سیاسي مشرانو ترې په خپلو ویناو کې کار اخیستی وو. هغه زیاته کړې: «د رقیب پر غاښونو له څوک وهلو [نیولې بیا د]، قاق روده، د خټکي پوستکی [پوچاق خربوزه]، د نجاست قنار او .... [پورې]. طبیعي خبره ده کله چې دغه ډول ادبیات د رهبرانو له خوا په رسمي ویناو کې تولید شي او د هغوی د ملاتړو له خوا بیا تولید شي، دغه څه په پای کې په یوه فرهنګ بدلیږي.»

کله چې د بلخ پخواني والي له ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه رییس سره د بلخ د ولایت پر سر جنجال لاره نو هغه پر ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سختې نیوکې کړې وې او ځینې دغه عبارتونه یې کارولي وو. لا تر اوسه پورې عطا محمد نور د مرتضوي د دغې لیکنې ځواب نه دی ورکړی.