پر پاکستانۍ پوستې په بريد کي ۳۴ تنه وژل سوي
۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبهد بر دير سيمي د پوليسو يو چارواکی، نذير خان، وايي چي د يو فاميل څلورغړي وروسته له هغي ووژل سول چي د طالبانو لخوا فيرسوی راکټ يې پر کور ولګېد.
د هغه په خبره پدې بريد کي د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ وسله والو طالبانو برخه لرله.
په پيښه کي د طالبانو د مرگ ژوبلي په اړه معلومات نسته. ځکه د خان په خبره طالبانو خپل مړي او ټپيان له ځان سره وړي دي.
دغه چارواکي ويلي چي: «کله چي د پاکستان د پوځ څرخي الوتکو د طالبانو ځايونه په نښه کړل نو دوی د افغانستان پر لور وتښتيدل. طالبانو د يو افغان موټر چلونکي په وژلو سره د هغه په موټر کي د خپلو ملګرو مړي هم له ځان سره وړي دي.»
دغي جګړې شاوخوا 24 ساعته دوام کړی چي دواړو خواوو يو پر بل سپکي او درنې وسلې کارولي.
د پاکستان د پوځ يو چارواکي چي د نو د ښودلو څخه يې ډه ډه کړې ويلي چي طالبانو د دغي جګړې په ترڅ کي درې کلي تر خپل کنترول لاندي راوستلي ول.
تر پيښي وروسته سيمي ته نور پوليس او عسکر ليږل سوي دي.
د طالبانو يو وياند، عمرحسن، د پيښي پړه په غاړه اخيستې او ويلي يې دي، چي په دې بريد کي يې 52 پاکستاني پوليس او نيمه ځواکونه وژلي دي.
هغه دغه راز ادعا کړې چي په بريد کي يې 15 پوځيان نيولي هم دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل