1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کونړ د توغنديزو بريدونه تر شا څه دي؟

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، پر کونړ پاکستاني راکټي بریدونه ښکاره تیری دی.خو له ډیورنډ کرښې هغې غاړې پر افغان خاوره راکټي برېدونه څوک او ولې کوي؟

https://p.dw.com/p/3fZ2Q
Afghanistan Afghan National Army Soldaten Symbolbild
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

له ډیورنډ کرښې هغې غاړي پر افغان خاوره له تېرو څو کلونو راهيسې راکټي برېدونه کیږي، خو تر یو  ځنډ وروسته وروستی برید ولسي مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.

د افغانستان ولسي جرګې د رئیسانو جرګه ګۍ پر کونړ د وروستیو راکټي برېدونو په تړاؤ د بهرنیو چارو چارسنبالي وزیر محمد حنیف اتمر او امنیتي چارواکي د وضاحت لپاره وربللي وو.

د پاکستاني راکټي برېدونو تر شا څه دي؟

په ولسي جرګه کې د کونړ یوشمېر استازو ادعا کړې چې پاکستاني راکټونه ان د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد هم لګیدلي دي.

ځايي چارواکو په دغو برېدونو کې د لږ تر لږه ۸ ولسي وګړو د وژل کیدو او تر لسو ډیرو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د کونړ استازي نعمت الله کریاب ، پر کونړ د پاکستاني راکټي برېدونو څو لاملونه دویچه ویله ته وشمېرل.

«یو خو دا ده چې پاکستان غواړي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته سیمي تر خپل پوښښ لاندې راولي او له ولسونو یې خالي کړي. دویمه دا چې د کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک چې له یو بل سره خیښۍ او خپلوی لري ترمنځ یې نفرتونه رامنځته کړي.»

د ښاغلي کریاب بله ادعا دا ده چې د پاکستان بله موخه به دا وي چې د افغان سولې روان بهیر ته زیان واړوي.

ملګرو ملتونو ته شکایت

د افغان پارلمان دغه غړي د حکومت له دغه ګام څخه هرکلی وکړ چې د پاکستاني راکټي برېدونو په تړاؤ یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.

«د حکومت اقدامات په ډيپلوماټیکه برخه کې د قناعت وړ دي، ځکه جې ملګرو ملتونو ته یې هم شکایت کړی او دلته یې په کور دننه هم شکایت کړی. خو له ریاست جمهوري نه زمونږ هیله او تمه دا ده چې هغوی په دې برخه کې خپل پریکنده دريځ روښانه کړي.»

خو د پارلمان یوشمېر نور غړي بیا پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د وروستیو خوځښتونو له امله پر افغان حکومت سختې نېوکې کوي. په ولسي جرګه کې د کونړ یوه بل استازي جاوید ساپي په لا شکمن ډول ویلي: «حکومت د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه چوپتیا غوره کړې.»

د کونړ استازي وايي، جګړه نه غواړي خو حکومت باید د دیپلوماتیکو هلو ځلو په مټ د دغو بریدونو مخنیوی وکړي.

د پاکستان متقابله ادعا

پاکستان تراوسه په رسمي توګه نه ده منلې چې ګواکي پر کونړ دې راکټي برېدونو کې د دغه هېواد پوځ ښکېل وي، خو پاکستاني رسنیو دوه ورځې وړاندې رپوټ ورکړی وو چې له افغان خاورې د خيبر پښتونخوا آيالت پر باجوړ ایجنسي راکټونه توغول شوي.

په دې پېښه کې د درې ولسي وګړو وژل کېدو او دوه پاکستاني سرتیرو د ټپي کېدو ادعا هم شوې.

اسلام اباد کې مېشت خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل، پاکستاني چارواکي وايي چې د راکټي برېدونو اصلي موخه یې هغه وسله وال دي چې د ډیورنډ کرښې پر هغه غاړه پر پاکستانی پوستو برېدونه کوي:

«هلته چې کوم وسله وال دي، پاکستاني طالبان دي، جماعت الاحرار دی یا نورې ډلې دي چې د پاکستان د ریاست خلاف جنګ کوي. د پاکستان دا دریځ دی کله چې هم پر دوی له کومه ځایه ډزې وشي، دوی هم هماغه ځای په نښه کوي.»

دغه پاکستانی خبریال زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دغسې شخړو د هواري لپاره کمیټې جوړې شوي چې په هغې کې د دواړو هېوادونو پوځي او استخباراتي استازي غړېتوب لري.

د طاهر خان په وینا دواړه هېوادونه باید د ناستو او خبرو اترو له لارې دا مسئلې حل کړي.

اسماعیل شاکر – کابل