1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروازول: د مهاجرت پر سر روان بحثونه د ادغام پروسه زیانمنوي

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

پرو ازول سازمان د مهاجرت په نړیواله ورځ د مهاجرو د شمیر کمولو په اړه د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د یوه سخت سیاست د غوښتنې پر وړاندې نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2zuIV
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: Imago/J. Heinrich

په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازول، مشر ګونتر بورکهاردت، د یوه «عصبني بحثونو» خبره کړې، کوم چې د دغه هیواد د ادغام توانمندۍ ته زیان رسوي. بورکهاردت، د اي پي ډي، خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «دا د ادغام له پاره  د ناحیو او کار فرما شرکتونو چمتووالی تر پوښتنې لاندې راولي». نوموړي خبردارۍ ورکړ چې «که بحثونه په همدې ډول په عصباني توګه پر مخ لاړ شي موږ به تجربه کړو، چې د کار او مسلکي زده کړو له لارې په ټولنه کې کې د منل شویو پناه غوښتونکو مدغم کیدل به څومره سخت شي».

په آلمان کې د مهاجرو مدافع سازمان مشر وایې که چیرې یوازې د اخراج په هکله بحثونه ادامه ومومي نو له ځانه به دا پوښتنه وکړي چې آیا هغو کسانو ته چې کار ورکوي سبا به دلته وي که نه: «دا د مهاجرو او کار ورکونکو تر منځ د ناهیلۍ د رامنځته کیدو سبب کیږي».

ګونتر بورکهاردت، نیوکه وکړه چې د زیهوفر بحثونه بشري حقونو او اروپایې ارزښتونو ته ډیر سخت زیان رسوي. د پرو ازول، مشر همدارنګه د پناه غوښتنې په بحثونو کې په کاریدونکي لهجه هم انتقاد وکړ، په کوم کې چې له سختو کلیمو څخه کار اخیستل کیږي: «د سخت اخراج کلیمه په مهاجرو کې ویره پیدا کوي. دوی په کوڅه کې هم د خصومت قرباني کیږي، کوم چې له دې فضا سره سروکار لري».

ګونتر بورکهاردت، وایې چې په قصدي توګه هغه ډرامتیک وضعیت له پامه غورځول کیږي چې پناه غوښتونکي یې له امله تيښتې ته اړ کیږي (یعنې جګړه، ترهګري او تعقیب). نوموړی زیاتوي: «د پناه غوښتونکو لویه برخه له سوریې، عراق، افغانستان او ترکیې هیوادونو څخه راځي، په کومو هیوادونو کې چې بشري حقونه ډیر سخت تر پښو لاندې کیږي.»  د هغه په خبره ۲۰۱۵م کال اوس هم هغه انځورونه لري چې زور زیاتی او تعقیب مستند کوي.

د جون میاشتې ۲۰ نیټه د مهاجرت له نړیوالې ورځ سره برابره ده. همدارنګه له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په آلمان کې هم د تښتې یا مهاجرت او یا هم د دویمې نړیوالۍ جګړې د بی ځایه کیدونکو یادون کیږي. د چهارشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته هم په برلين کې د یادون غونډه پلان شوی ده. په دې غونډه کې به د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر هم خبرې وکړي.