1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پروفيسور قزلخان: اسلامي نړۍ د بحران او اوښتون په حالت کي ده

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

پروفيسور يان الهان قزالخان وايي چي د بل هر وخت په پرتله اوس «اسلام د ټکان او اوښتون» په حال کي دی. ځکه چي ځیني ډلې د اسلام په نوم ځوانان تاوتريخوالي ته رابولي او په دې توګه په غرب کي د اسلام شهرت ته صدمه رسوي.

https://p.dw.com/p/3HLPU
Jan Kizilhan Traumatatherapie
انځور: Jan Kizilhan

د کاتولیکي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسيس د مکالمې او ديالوګ د زیاتولو په مقصد، اسلامي هيوادونو ته سفرونه کوي. په عيني حال کي د نوي زيلاند په کريست چرچ ښار کي پر مساجدو د ترهګر بريد پېښې اغېزې لا ادامه لري.

د بين الکلتوري اروادرملنې، مهاجرت او اسلام په موضوعاتو کي زيات کوردي الاصله آلمانی کارپوه يان الهان قزلخان وايي چي «په اسلام کي د ټکان او اوښتون» موضوع تر بل هر وخت اوس زياته مطرح ده. هغه له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل چي اسلام د خپلې بقا له پاره اوښتون ته اړتيا لري.

دا چي ځوانان ولي د نورو په پرتله ژر توندلارۍ او تاوتريخوالي ته تمايل پيدا کوي؟ قزالخان وايي چي د يو چا سن چي هر څومره کم وي، هغومره زيات يې څوک پر تمايل او هڅونې اغېز درلودلای سي. هغه وايي چي زيات ځوانان د «زه څوک يم؟»، «زه د کوم ځای سره تړاو لرم؟» يا «زما دين څه وايي؟» په شان پوښتنې لري.

هغه زياتوي چي اقتصادي ستونزي، بې تعليمي، په خپل هيواد کي تاوتريخوالی، اداري فساد، تيری او نه دموکراتيک حکومتونه او دولتونه د دې لامل کرځي چي توندلاري ډلې په لا آسانه توګه ځوانان ځان ته جلب کړي. قزلخان وايي چي دغه ډلې ځوانان تېرباسي او هغوی توندلاريتوب او تاوتريخوالي ته داسي رابولي چي ګواکي له دې لاري به ځوانان ستونزي هواري کړلای سي.

قزلخان وايي چي توندلاري ډلې چي کله د اسلام په نوم ځوانان و توندلاريتوب او تاوتريخوالي ته رابولي نو دا د دې لامل کيږي چي په زياته بيه غربي نړۍ کي د اسلام شهرت ته زيات رسيږي.

خو د دغه کارپوه په وينا که په اړونده ټولنو کي پوهاوی زيات سي، د تاوتريخوالي مخه ونيوله سي، د اقتصادي ستونزو د هواري لاره ولټوله سي او ځايي مثبت کلتوري ارزښتونه بيا تقويه کړل سي، نو ځوانان له توندلاريتوب څخه راګرځول کېدلای سي.

د هغه په وينا جګړې، اقتصادي بې وزلي او نوري ستونزي د دې لامل ګرځي چي په ټولنو کي د متقابل احترام، زغم، پېوستون او نور ورته ارزښتونه زيان و مومي. هغه زياتوي چي پخپله په اسلام او هم ځايي کلتورونو کي د دې وړتيا سته چي په مرسته يې ځوانان له لا توندلاريتوب څخه راوګرځول سي. خو هغه په دې ترڅ کي په دغو هيوادونو کي د پانګونې غوښتنه هم کوي: «زه په دې نظر يم چي موږ بايد په زياته بيا د بېلګې په توګه له آلمان څخه په افغانستان، عراق او سوريه کي د تاتريخوالي د مخنيوي په پروژو کي پانګونه وکړو.»

پروفيسور قزلخان وايي چي په تاريخ کي چي هر ځل په اسلام کي د تحول او اوښتون او له وخت سره د ځان عيارولو کوښښ سوی دی نو توندلاري ډلې د دغه تحول د مخنيوي له پاره راپيدا سوي دي. هغه د شلمي پېړۍ په سر کي د عربي ملتپالنې سره سم «په سعودي عربستان کي وهابيت» او «په منځني ختيځ کي د اخوان المسلين» ډلو رامنځته کېدنه د مثال په توګه يادوي.

د دغه کارپوه په وينا د النصره، القاعده او داعش په شان ډلو په اوسني وخت کي رامنځ ته کېدنه په اسلامي نړۍ کي د روان يو بحران څرګندويي کوي. قرلخان وايي چي د اسلامي نړۍ په اوسېدونکو کي د ځوانانو شمېر زيات دی او هغوی د انټرنټ له لاري د نوري نړۍ سره په تماس کي دي او د تحول او اوښتون غوښتونکي دي. دی اټکل کوي چي اسلامي نړۍ د تحول او بحران په حال کي قرار لري او دا چي په راتلونکي وخت کي به هم توندلاري ډلې د تحول د مخنيوي له پاره له زور زياتي څخه د کار اخيستلو لاره انتخابوي.
 

پروفيسور ډاکټر يان الهان قزلخان د بين الکلتوري اروادرملنې او ختيځ کارپوه دی. هغه د آلمان په بادن ويورتمبېرګ کي د بين الکلتوري اروايي موضوعاتو په ميدي کلين نومي کلينک کي د مشرۍ دنده پر غاړه لري.