1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو: د قطر خبري اتري سولي ته د رسېدو له پاره ښه چانس دی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له ولسمشر غني سره په تليفوني خبرو کي د دوحې د غونډي د ځنډيو په اړه خپگان ښوولی او د طالبانو «پسرلني عمليات» يې غندلي دي.

https://p.dw.com/p/3HD8O
US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: Getty Images/L. Balogh

د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د شنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په تليفوني خبرو کي د طالبانو «پسرلني عملیات» غندلي دي.

دغه وزارت زياته کړې ده چي پمپيو دواړه اړخونه هڅولي دي چي د قطر په غونډه کي پر گډونوالو توافق وکړي او ټينگار يې کړی دی چي دغه خبري اتري په افغانستان کي د سولي له پاره تر ټولو ښه چانس دی.

د قطر غونډه چي په پلان کي وه د تيري جمعې په ورځ د افغانستان د هيئت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ جوړه سي، په غونډه کي د گډون کوونکو پرسر اختلاف له امله وځنډول سوه.

د افغانستان حکومت دغي غونډي ته د۲۵۰ کسيز هيئت لېږلو اعلان وکړ چي پکښې پر دولتي چارواکو سربيره د اپوزيسيون سياستوال، د مدني ټولني استازي او ښځي هم شاملي وي.

د افغان حکومت پر دغه ليست وسله والو طالبانو نيوکه وکړه. دغي ډلي ويلي ول: «په قطر کي يو کنفرانس دی، نه واده يا مېلمستيا».

د غونډي تر پيليدو يوه ورځ مخکي د افغانستان حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: «وروسته له هغه چي د هيئت د تگ ټولي تیارۍ بشپړي سوې په تعجب سره باید ووایو چې له قطر څخه یو نوی ليست چي د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخي وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو، راواستول سو چي دغه کار د افغان ولس له پاره د منلو وړ نه و.»

په اعلاميه کي زياته سوې وه: «دا چي د قطر حکومت په دې ونه توانید چي زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ.»

af/N.Z/S.R(AP)