1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: سرتیري ته ښایي د مرگ سزا ورکړل شي

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې هغه امریکایي سرتیري ته کیدای شي د مرگ سزا ورکړل شي، چې په کندهار کي ئې ۱۶ ملکي کسان ووژل. امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغه کس به په افغانستان کې محاکمه نه شي.

https://p.dw.com/p/14Jj0
انځور: Reuters

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د دوشنبې په ورځ وویل چې که چیري پر دغه سرتیري لگول شوي تورونه ثابت شي نو کیدای شي د امریکا د پوځي قوانینو له مخي د مرگ سزا ورکړل شي.

پنیتا چې د قزاقستان پر لور روان وو له خبریالانو سره په خبرو کي زیاته کړه چې دغه سرتیری به د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي قوانیونو له مخې محاکمه شي. پنیتا همداراز له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو تر وخت مخکي وتل رد کړل او ویویل چې نړیواله ټولنه باید خپل عملیات په افغانستان کې په مسئولانه ډول پای ته ورسوي.

د هغه په خبره په افغانستان کي باید عملیات ټاکل شوو اهدافو ته تر رسیدو وروسته پای ته ورسیږي.

د افغانستان پارلمان غړو غوښتي دي چې د کندهار د وروستۍ پېښي مسئول امریکایي سرتیری باید په علني توگه محاکمه شي خو د امریکا د دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دغه سرتیری به په یوه امریکایي پوځي محکمه کې محاکمه شي.

"د نه بخښلو وړ جنایت"

امریکایي چارواکو ويلي دي چي دغه سرتیری د یکشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې له خپلي اډې څخه ووت، درو کورونو ته ننوت او هلته ئې پر ملکي کسانو ډزي وکړي. په دې پېښه کې ۱۶ کسان ووژل شول چې ډیر ئې ماشومان او ښځي وې. تر دې وروسته بیا دغه امریکایي سرتیري د پېښي د ځینو قربانیانو مړي یوه ځای راغونډ کړل او ورته ئې اور ورته کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پېښي په اړه خپله غوسه څرگنده کړه او ویویل چې دا«د نه بخښلو وړ» جنایت دئ. د افغانستان د دفاع وزارت ویليٍ دي چې په دغه پېښه کې دې امریکایي سرتیري په یوازي سر اقدام کړی وو خو دا خبره ئې هم نه ده رد کړې چې دغه سرتیري ځينې ملگري درلودل او که نه.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوبا له افغان ولسمشر سره د تیلیفون پر لیکه خبري کړي دي او د دې پېښي د ژر څیړلو وعده ئې کړې ده.

تر دې پېښي وروسته د افغانستان او امریکا اړیکي له لوی گواښ سره مخامخ شوي دي. تر دې مخکي هم د بگرام په زندان کې یو شمیر امریکايي سرتیرو قرآن شریف ته اور ورته کړی وو چي له کبله ئې په ټول افغانستان کې له تاوتریخوالي څخه ډک لاریونونه وشول.

فرانس پرس، اسوشیتد پرس، رویترز/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل