په آلمان کي د افراطي مسلمانانو له خوا د «شریعت پولیسو» جوړول
په آلمان کې یو شمیر سلفي مسلمانانو داسي کمیسان اغوستي ول چې ورباندې د Sharia Police یا د شریعت پولیس عبارت لیکل شوی وو. هغوی د آلمان په اوپرتال ښار کې گرځیدل او په خپله خبره یې ځوانان اسلام ته دعوتول.
یو شمیر افراطي سلفي مسلمانانو د آلمان په اوپرتال ښار کې د شپې له خوا تگ راتگ کاوه او په خپله خبره يې ځوانان اسلام ته رابلل. هغوی د نارنجي رنگ کمیسانو په اغوستلو سره ځان پولیسو ته ورته کاوه. دا کار د آلمان د پولیسو له پاره د منلو وړ نه وو.
د هغوی پر کمیسانو باندي د Sharia Police عبارت لیکل شوی وو. هغوی د شپې له خوا ځوانان درول او د اسلام په اړه يې معلومات ورکول.
د بېلگې په توگه دغه کسان د شپې له خوا ځوانان دروي او ورته دیسکو ته د نه تلو سپارښتنه کوي. پر دې سربیره دغه سلفیان پلورنځایونو ته ننوتلي ول او پیریدونکو ته یې په خپله خبره اسلامي قوانین تشریح کړي ول.
دغو کسانو د خپلو فعالیتونو په اړه په انترنت کې یوه لنډه ویدیو خپره کړې ده. دغه افراطي وگړي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ عمر لري.
دغې ډلې د خپلو فعالیتونو انځورونه هم خپاره کړي دي.
د آلمان د اوپرتال پولیسو د ښار په مرکز کې خپل حضور ډیر کړی دی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې د شکمنو کسانو د لیدو په صورت کې پولیسو ته خبر ورکړي.
د اوپرتال د پولیسو مشر ویلي دي: «په آلمان کې واک یوازي د دولت په لاس کې دی. د خلکو ویرول او هڅول د تحمل وړ نه دي.»
د آلمان د کورنیو چارو وزیز توماس دمزیر، هم په دې اړه غبرگون ښوولی وو. هغه ویلي ول: «د آلمان په خاوره کې شریعت د منلو وړ نه دی. هیڅوک د دې حق نه لري چې د آلمان د پولیسو له نوم څخه ناوړه گټه پورته کړي.»
په عین حال کې آلماني سیاستوالو پر دې باندي ټینگار کړی دی چې د قانون پلي کول یوازي د حکومت په واک کې دي.
د اوپرتال ښار په آلمان کې د سلفیانو مرکز بلل کیږي. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې د سلفیانو شمیر ۱۸۰۰ تنو ته رسیږي.
سلفیانو هغه مهال اعلان کړی وو چې د اوپرتال په څیر عملیات به د آلمان په نورو ښارونو کې هم ترسره کړي.
د آلمان د اساسي قانون د ملاتړ فدرالې ادارې مشر گئورگ ماسن، له بیلد ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې سلفیان له ځانه سره د داسي شعارونو د لېږدولو حق نه لري چې د نورو پر وړاندې نفرت خپور کړي.
ویل کیږي چې آلماني پولیس له ډیري مودې راهیسې سلفیان تر نظر لاندي لري.
له بلي خوا یو شمیر افراطي آلماني مسلمانان لا وختي سوریې ته د تندلارو اسلامپالو ډلو تر څنگ د جگړې په موخه تللي دي.
په آلمان کې اوس د هغو کسانو د برخلیک په اړه خبري رواني دي چې د سوریې له جگړې څخه بیرته دې هیواد ته راستنیږي.