1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي د مهاجرو ادغام ښه پر مخ روان دي»

۱۳۹۷ دی ۲۷, پنجشنبه

د ګډ کار او پراختيا له پاره د اقتصادي همکارۍ سازمان په حواله، د آلمان د کار په بازار کي د بهرنيانو داخليدل او په مکتبونو کي د هغوی ښې پايلي، د دې ښکارندويي کوي چي د خارجيانو د مدغم کيدو په برخه کي پرمختګونه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3Bhtf
Deutschland Integration - Afrikaner
انځور: picture alliance/dpa/P. Pleul

د ګډ کار او پراختيا له پاره د اقتصادي همکارۍ سازمان (OECD) په حواله، په آلمان کي د خارجيانو د مدغم کيدو په برخه کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.

دغه سازمان په برلين کي خپله يوه څيړنه وړاندي کړه چي پکښي په ځانګړې توګه، په مکتبونو کي د مهاجرو نُمرې او د کار په بازار کي يې مدغميدل ډير ښه سوي دي.

د ياد سازمان د مهاجرت او مدغم کيدو د چارو کارپوه، توماس ليبيګ له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل: «دا د جرمني له پاره يو مثبت دليل کيدای سي. تر اوسه پوري ډير ښه پرمختګونه سوي دي، هغه که د نوو راغلو مهاجرو په برخه کي دي او که د هغوی د دوهم نسل.  موږ ډير مثبت پرمختګونه وينو.»

تشه د ډکيدو په حال کي ده

د گډ کار او پراختيا له پاره اقتصادي همکاريو سازمان په حواله د هغو خارجيانو شمير چي يو کار لري، په تيرو لسو کلونو کي څه ناڅه اته سلنه زيات سوی، يعني ۶۷ اشاريه ۳ سلنه، چي دا ددغه هيواد د اصلي اتباعو په پرتله دوه برابره رقم ښيي. په دې ډول د کار په بازار کي د آلمانانو او خارجيانو تر منځ تشه ډکيږي او دا ډول حالت په نورو صنعتي هيوادونو کي نه ليدل کيږي.

په فرانسه کي د مثال په ډول خارجيانو او فرانسويانو ته د کار کولو چانس يو برابر نه دی. د ليبيګ په خبره په نړيواله سطحه کاناډا په دې برخه کي ډير پرمختګ کړی دی. دا ځکه، دغه هيواد د مهاجرو ترڅنګ چي آلمان هم منلي دي، د کار له پاره نور مسلکي او بااستعداده خارجيان هم قبول کړي دي.

Thomas Liebig (OECD)
توماس لیبیګ، د مهاجرت او مدغم کيدو د چارو کارپوهانځور: picture-alliance/dpa

د بهرني زده کوونکو د ارزوني پروگرام

د مکتب په درسونو کي هم د خارجيانو کوچنيان د پاملرني وړ ګرځيدلي دي. په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ کلونو کي د بهرني زده کوونکو د زده کړي د ارزوني پروگرام کي چي د نوو يو ميليون مهاجرو تر راتګ مخکي لا پيل سوی وو، د آلمانانو په پرتله د هغوی نُمرې ډيري ښې وې. په داسي حال کي چي خارجيانو ۵۰ نُمرې پرمختګ کړي وو، آلمانانو يوازي ۱۷ نُمرې.

په عامه خدماتو کي د ډيرو خارجيانو ګومارل

خو د بهرني زده کوونکو د زده کړي د ارزوني په آزموينه کي د خارجيانو د کوچنيانو ښې نُمرې ددې سبب نه دي سوي چي هغوی مکتبونه هم په برياليتوب سره خلاص کړي.

په آلمان کي د خارجيانو د کوچنياينو يوازي يو پر څلرمه برخه، عادي او يا مسلکي زده کړي پای ته رسولي دي چي دا د نورو اروپايي هيوادونو په پرتله ډير کښته شمېر ښيي. د ليبيګ په خبره تر ټولو ښه نمونه يي سويډن دی، هلته د مهاجرو په اړه يو فعال او جدي سياست سته او په دې ډول د سويډن د کار په بازار کي د ښځو او په خټه خارجي اتباعو ونډه ډيره لويه ده.

خارجيان ډير کم له تعصب سره مخامخ کيږي

د دغي څېړني له مخي څه ناڅه ۱۱ سلنه خارجيان په آلمان کي د هغوی د اصلي ټاټوبي، پوستکي د رنګ او يا هم مذهب له لحاظه، له تعصب سره مخامخ کيږي. لس کاله مخکي لا دغه شمير ۱۵ سلنه وو.

ليبيګ وايي :«دا ښايي د ځينو کسانو له پاره د تعجب وړ خبره وي، په داسي حال کي چي آلمان د هغو نورو هيوادونو په پرتله چي پکښي له خارجيانو سره تعصب ليدل کيږي، له ډير وخت راهيسي يوازي د ګروپ په منځ کي ځای لري او نه په سر کي. په عين حال کي د لس کاله مخکي په پرتله، مهاجرت ته په مثبته سترګه کتل کيږي. خو خبره دلته عمومي پر خارجيانو ده او نه پر پناه غوښتونکو.

څه ناڅه ۱۳ ميليونه انسانان چي په ۲۰۱۷م کال کي يي په آلمان کي ژوند کړی دی، په خارج کي زيږيدلي دي. او دا ددغه هيواد د ټول نفوس ۱۶ سلنه ښيي. په دې ډول آلمان د صنعتي هيوادونو د ليست په پورتنۍ نيمايي کي راځي.