1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کي هره ورځ ۱۰۰۰ تنه په کرونا اخته کیږي

۱۳۹۹ مرداد ۱۷, جمعه

په آلمان کي په کرونا باندي د نوو اخته کسانو شمیر په ورځ کي څه د پاسه ۱۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی. یوه آلماني کارپوه د دغې پروسې درې عمده علتونه بیان کړي دي. تر ټولو مهم علت د ورځنیو تستونو زیاتیدل بولي.

https://p.dw.com/p/3gbNJ
Deutschland Coronavirus - Covid-19 Test in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

د (دویچلند فونک) په نامه آلمانۍ راډیو د هامبورگ - اپندورف پوهنتون د طبي مرکز د ځانگړي ساتنې د څانگي له مشر پروفیسر شتیفان کوگه سره په خبرو کي، پوښتلي چي د کرونا ويروس پيښي ولي ډيري سوي دي.

په آلمان کي د اول وار له پاره د روان کال له می میاشتي راهیسي د اخته کسانو شمیر په ورځ کي تر۱۰۰۰کسانو اوښتی. کلوگه ددغه ډول بهیر له پاره د دریو علتونو په شمیرلو سره اټکل کوي چي د اخته کسانو شمیر به راکم نه سي.

د نوموړي آلماني ډاکټر په خبره، ددې کار تر ټولو مهم دلیل د کرونا د هغو تستونو زیاتوالی دی چی هره ورځ ترسره کیږي. له دې لاري څخه د هغو اخته کسانو معلومول آسانه او ډیر سوی چي د دغي ناروغۍ علایم پکښي په ښکاره ډول نه لیدل کیږي.

د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان هم څرگنده کړې ده چي د اخته کسانو د زیاتیدو علت د ټستونو په زیاتیدو پوري اړه لري. هغه ویلي دي، هر څومره چي ډیري آزمويني ترسره سي، هغومره له یوه څخه بل ته د ناروغۍ د انتقال مخه نیول کیږي.

رابرت کوخ انستیتوت رپوټ ورکړی چي په اوونۍ کي د آزموینو رقم ۷۰ زره زیات سوی او په اوونۍ کي ۵۷۰ زرو ته رسیدلی دی. د مارچ مياشتي په سر کي په آلمان کي د آزموینو رقم په اونۍ کي د ۱۲۰ زرو واحدو په شاوخوا کي وو.

نور دلایل

پروفیسر کلوگه د رخصتیو د فصل پای ته رسیدل هم د اخته کسانو په زیاتیدو کي دخیل بولي، دا ځکه چي ډیر مسافرین له خطرناکو سیمو څخه راستنیږي.

هغه ټینگار وکړ چي خلک د کرونا له امله محدودیتونو او نظافتي تدابیرو ته لږ اهمیت ورکوي. کلوگه په دې اړه له خلکو څخه له گڼه گڼو ډکو ساحلونو ته اشاره وکړه. د هامبورگ - اپندورف د پوهنتون د طبي مرکز د ځانگړي ساتنې د څانگي د مشر په نظر دریم دلیل د شخص د استوگني په ځای کي محدودیتونو ته لږ اهمیت ورکول دی.

هغه په خپل خصوصي محیط کي هم لیدلي چي دوستان یو د بل د لیدلو پر وخت لاسونه ورکوي او د غیږي روغبړ سره کوي.

پروفیسر کلوگه په دې نظر دی چي په روان میلادي کال کی به د اخته کیدو بهیر همداسي ادامه پیدا کړي، دا ځکه چي پر دغو دلایلو سربیره، کوچني کنسرتونه هم پر لاره اچول کیږي او د فوټبال د مسابقو د لیدلو له پاره هم د لیدونکو د ورتگ په اړه پروگرامونه جوړ سوي.

هغه مامورین چي له کوره کار کوي اوس کرار کرار بیرته دفترونو ته ځي او له همدې کبله کلوگه اټکل کوي چي په آلمان کي به پس له دې د اخته کسانو شمیر په ورځ کي تر۱۰۰۰ کسانو زیات وي.