1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي گډوالو ته نوري اسانتياوي

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سه‌شنبه

په آلمان کي د کډوالو له پاره ځانگړي فدرالي ادارې داسي يوه پروژه پېل کړې ده چي له مخي به يې دغه هيواد ته د ور تلونکو کډوالو له پاره لا ډيري آسانتياوي برابري سي.

https://p.dw.com/p/187uc
Menschen stehen am Dienstag (01.02.2011) Schlange im "Integrationscenter für Arbeit Gelsenkirchen - das jobcenter" in Gelsenkirchen. Der frostige Winter macht das Arbeiten in vielen Berufen derzeit unmöglich und hat die Zahl der Arbeitslosen in Deutschland auf 3,347 Millionen steigen lassen. Im Vergleich zum Dezember ist das zwar ein Plus von 331 000, doch vor einem Jahr waren im Januar noch 270 000 mehr Menschen auf Jobsuche, wie die Bundesagentur für Arbeit (BA) am Dienstag in Nürnberg mitteilte. Foto: Julian Stratenschulte dpa/lnw +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Warten auf Leistung Menschenschlangeانځور: picture-alliance/dpa

د دغي پروژې له مخي به آلمان ته د کډوالو د ور داخلېدو په صورت کي هغوی ته يوه بسته يا بکس ورکول کيږي چي پکښې به د ځيرک موبايل تليفون يو پروگرام او يو شمېر کتابچې او کتابونه وي.

په دغه کتابونو او کتابچو کي به د آلمان په هکله معلومات او له کډوالۍ سره د اړوندو ادارو او چارواکو ادرسونه او تليفوني شمېرې او نور معلومات درج وي. د دې تر څنگ به د نوي راغلي کډوالو لومړی ځای د کورنيو چارو وزارت ځانگړې اداره آوسلېندامټ نه، بلکي د ښه راغلاست دفتر وي.

آلمان غواړي چي له ټولي نړۍ څخه کارپوهان راجلب کړي چي په دغه هيواد کي کار وکړي او خپل علم او پوهه او تجربه دلته په کار واچوي. خو المان ته د کډوالو په برخه کي د يوه ستونزمن هيواد په سترگه کتل کيږي.

که څه هم چي د تيرو لسو کلنو په اوږدو کي د کډوالۍ په شرايطو کي يو څه اسانتياوي رامنځ ته سوي دي، چي کډوال دا احساس وکړي چي په المان کي دوی ته ښه راغلاست ويل کيږي.

په آلمان کي بهرني محصلين په «ستارت» پروگرام کي
په آلمان کي بهرني محصلين په «ستارت» پروگرام کيانځور: START-Stiftung/Dieter Roosen

په آلمان کي د کډوالو له پاره د ښه راغلاست د نوي دود رامنځ ته کول د دولت د نوو پروگرامونو څخه دی. د کډوالو له پاره د آلمان د ځانگړې ادارې رئيس مانفريد شميدت په دې اړه له دويچه وېله سره په خبرو کي وويل:

«د ښه راغلاست دود يو داسي لغت دی چي بايد سړی يې تشريح کړي چي معنا يې څه ده. زموږ له پاره د دغه لغت معنا دا ده چي زموږ په هيواد کي د کډوالۍ له پاره شته امکانات وگورو چي آيا دغه داسي دي چي راتلونکي کډوالو ته د ښه راغلاست معنا ورکوي او که نه؟»

که څه هم چي په تيرو کلنو کي په آلمان کي د کډوالو له پاره يو څه اسانتياوي رامنځ ته سوي دي، خو بيا هم کاناډا، آستراليا او ډنمارک ته د المان په پرتله پنځه او حتی لس واري زيات کډوال مخه کوي.

مانفرېد شميدت د دغه فرق وجه دا بيانوي چي آستراليا او ورته هيوادونه د ډېر پخوا راهيسي د کډوالو منزل دي، خو آلمان صرف د تيرو لسو کلنو راهيسي ځان ته د کډوالۍ د يوه هيواد په توگه گوري.

مانفرېد شميتد وايي چي د کډوالو له پاره د ښه راغلاست د احساس زياتولو هڅې به نه يوازي د کارپوهو کډوالو په برخه کي يي، بلکي د مهاجرينو او نورو ټولو کډوالو له پاره هم.

خو کله چي څوک هغه کډوال وپوښتي چي په آلمان کي ژوند کوي نو هغوی بيا بل ډول جوابونه ورکوي. يو ايريتريايي عادل عبدالرحمن چي سمه ويزه او کار نه لري او د ډېرو کلونو راهيسي په آلمان کي ژوند کوي وايي:

«زه د ځان له پاره د يوه عادي او نورمال ژوند ارمان لرم. زه داسي احساس کوم لکه د هيځای چي نه يم او هلته او دلته وېشل سوی يم. زه د راتلونکي له پاره هيڅ چانسونه او امکانات نه لرم. زه ځان داسي احساسوم لکه په يو لوی درياب کي چي اوبازي کوم او د وچي هيڅ څرک نه معلوميږي.»

يو هندی ځوان کارپوه چي نه غواړي نوم يې واخيستل سي، وړانديز کوي چي په آلمان کي چي کله کډوال راسي نو زياتره يې په آلماني نه پوهيږي او په انگريزي خبري کوي. د هغه په وينا بايد د کډوالو له پاره په آلماني ادارو کي چارواکي په انگريزي او نورو ژبو هم وپوهيږي.