1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افراطي مسلمانانو پر فعاليتونو نظارت ډیر کړی

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

په آلمان کې له ۲۰۰۰ څخه ډير افراطي اسلامپال شتون لري او امنيتي ادارو ويلي دي چې پر دوی باندې د نظارت کولو معتبرو کشفي منابعو ته لاسرسی لري. ډیری دغه کسان مهاجرتي ريښې لري.

https://p.dw.com/p/33Ngg
Bundesamt für Verfassungsschutz in Köln
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان امنيتي چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې داسې اسلام پاله افراطيان ډير دي چې کولای شي يو تروريستي ګواښ وي.

د پوليسو او امنيتي ادارو (د اساسي قانون ساتونکې اداره) په آند، شاوخوا ۲۲۲۰ کسان، افراطي اسلام پاله د تعصباتو په لرلو تروريزم ته معتقد دي. يو کال مخکې د دغو کسانو شمير شاوخوا ۱۷۰۰ اټکل کيده.

د آلمان د داخلي امنيت د ادارې مشر، هانس ګئورګ ماسن، د «اسلامپاله تروريزم» د خطر کچې لوړيدو ته په کتو وايي چې دغه اداره په پام کې لري تر څو افراطي اسلامپاله فعالان مخکې له مخکې تر خپل څار لاندې ونيسي.

د هغه په وينا، د «خطرناکو» افرادو سربيره، کوم چې تروريستي کړنو ته چمتوالی لري، هغه کسان چې په دغه برخه کې فعال دي هم تر نظارت لاندې نيول کيږي.

د امنتي ادارې مشر وايي چې د «افراطي اسلامپالو» د شمير لوړيدل، کيدای شي د دغې ادارې د لا ډيرو او کره اطلاعاتو د لرلو پايله وي.

Hans-Georg Maaßen, Präsident Bundesamt für Verfassungsschutz
د آلمان د داخلي امنيت د ادارې مشر، هانس ګئورګ ماسنانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په لومړي ځل په آلمان کې د شاوخوا ۱۱۲۰۰ کسانو چې د سلفي ډلو پلويان دي، د مشخصاتو په اړه يو کره نوملړ چمتو شوی دی. ترلاسه شويو اطلاعاتو څخه داسې ښکاري چې د سلفي ډلو ۲۷ سلنه پلويان د ۲۵ کلونو څخه ښکته او ۳۸ سلنه نور بيا د ۲۶ او ۳۵ کلونو تر منځ عمرونه لري.

د آلمان د امنيتي ادارې په وينا، په سلفيانو کې يوازې ۱۲ سلنه يې ښځې تشکليوي. د همدې آمارو له مخې، ۹۰ سلنه افراطي افراد، مهاجرتي ريښې لري.

که څه هم يو شمير سلفيان تاوتريخوالو لور ته ميلان لري، خو له دې سره سره دغه ډله د مستقيمو تروريستي ګواښونو له بابته خطرناکه نه ده.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: