1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتني پریکړه لس میاشتي وخت نیسي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په تیر یوه کال کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې د مهاجرو د هرې پناه غوښتنې له پاره په اوسط ډول ۱۰،۷ میاشتې وخت نیولی دی. تر دې مخکي د مهاجرت پر ادارې د مهاجرو د دوسیو د ځنډ له امله نیوکې شوې وې.

https://p.dw.com/p/2xLc6
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان په پارلمان کې کيڼ اړخو له حکومت څخه د مهاجرو د دوسیو د پریکړې په هکله معلومات غوښتي ول، او د آلمان فدرالي حکومت بیا په دې هکله د پارلمان غونډې ته معلومات وړاندي کړل.

د حکومت له خوا د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې (بامف) تر دې وړاندې د مهاجرو د پناه غوښتنې ارزول او پریکړه په اوسط ډول ۱۰،۸ میاشتې وخت نیولی او بیا په دې وروستیو کې په اوسط ډول ۱۰ میاشتې وخت ته اړتیا لري.

د حکومتي معلوماتو له مخې د نورو هیوادونو په پرتله د آلبانیا د مهاجرو په هکله تر ټولو ژر پریکړه کیږي یعنې په اوسط ډول د یوه البانیايي مهاجر د پناه غوښتنې ته د ۵ میاشتو په ترڅ کې ځواب ورکول کیږي. د سوریې مهاجر بیا په دوهم ځای کې دي یعنې ۷ میاشتې او بیا ورپسې د عراق مهاجر دي چې د پناه غوښتنې د دوسیو پریکړه یې نژدې ۹ میاشتي وخت نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې د مهاجرو د پناه غوښتنې د دوسیو ارزولو او پریکړې په اوسط ډول نژدې ۷ میاشتي وخت نياوه. دغه اندازه د ۲۰۱۵م کال په پرتله دوې میاشتې لوړه ده.

سربیره پر دې د آلمان مرکزي حکومت ویلي دي چې د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې د ۲۰۱۶م کال او له هغې څخه د وړاندې کلونو پاتې شوې ۴ لکه او ۳۴ زره دوسیې ارزولې دي. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې په مجموعي ډول د مهاجرو او پناه غوښتونکو ۶ لکه ۳۴۲۸ دوسې ارزولې او په هکله یې پریکړې کړي دي. د دې دوسیو ډیره برخه د ۲۰۱۷ او تر هغه د وړاندې کلولو پاته شوې دوسیي دي.

سربیره پر دې په آلمان کې د مهاجرو له پاره د ځانګړو مرکزونو د جوړولو د بحث پرمهال به هم دغه شمیرې تر بحث او ارزونې لاندې ونیولي شي. د آلمان حکومت تمه لري چې د مهاجرو له پاره ځانګړي مرکزونه به د سیاسي پناه غوښتنې او له دې هیواد څخه د اخراج لړۍ لا پسې چټکه کړي.

د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غواړي چې په ټول آلمان کې د مهاجرو دغه راز ځانګړي مرکزونه جوړ کړي. ټاکل شوې ده چې د دې مرکزونو د رغونې چارې به په روان کال کې پیل شي.

په دې ځانګړو مرکزونو کې به مهاجر تر هغه وخته پورې ساتل کیږي، چې د پناه غوښتنې په هکله يې پریکړه نه وي شوې. د تازه حکومتي معلوماتو له مخې، په دې راز مرکزونو کې به مهاجر په اوسط ډول ۱۱ میاشتې پاته شي.

هغه مهاجر چې منفي ځواب ترلاسه کوي، په دې صورت کې دوی له دې مرکزونو څخه په مستقیم ډول اخراجیږي. د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دغې طرحې جنجالونه هم له ځانه سره لرل. د آلمان ځينو ایالتونو، د مهاجرو پلوي ډلو او د پولیسو ټولني بیا د حکومت دغه طرح په بشپړه توګه رد کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: